BBCPashto.com

13:16 گرينويچ 2009 ,13 مارچ

عبدالولي باز
(د بالاحصار د کوماندو افسر او د محمد داود د سر ياور ورور)

مړي څنگه وموندل شول

په تېرو دېرشو کلو ډېرو دا هيله درلوده چې ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې خښېدنې سره يې تړاو درلود. خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار و چې له يوه کوټلي حکومتي پلان او زړه سوي پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل.

سږکال (١٣٨٧) په پسرلي کې دغه هيله د ولسمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده. حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پلټنو کار پيل کړ.

زه هم تصادفا" همدغه مهال په کابل کې وم. د داود خان د ورور له لمسي محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې نه مو سره پېژندل، د مړو د موندلو په چاره کې پريوه کاري پلان سلا وکړه.

ډېر ځله به موږ دواړه د سردار محمد داود له لمسي محمود غازي سره په گډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او گروېږنې به مو کولې. د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته بيديا کې په کار پيل کړى و.

هلته د سهار له اتو نه د مازيگر تر دريو بجو پورې پنځوس- شپيته تنه کارگر د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کې په کيندنو بوخت وو. لويې کېږدۍ درول شوې وې، د څښاک او خوراک غم خوړل شوى و.

هر کارگر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې، خو په کومه ورځ چې د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د انعام په توگه ورزياتې شوې.

هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوي وي، چې مړي څنگه وموندل شول؟

کميسيون خپل کار په رسنيو کې له دې اعلان نه پيل کړى و چې هر چاته د لومړني ولسمشر د خښېدو ځاى معلوم وي، له ډار پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي. د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونست رژيم له يو شمېر جگپوړو غړو سره تماسونه ونيول، خو گټه يې نه درلوده. هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دي.

ځينو خلکو له دننه او بهر نه ټېلېفونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل. هره نښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو، هلته به کار پېلېده. نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا نه د پخوانۍ څلورمې لوا يو افسر ټېلېفون کړى او ادعا کوي چې د خښېدو اصلي ځاى ورمعلوم دى.

پادشاه مير يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد، نو ويې ويل چې تېروتي يو. تقريبا" درې کيلومتره وړاندې يې د صافي غره تر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي.

چې کله ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى. خو تر لږې شېبې وروسته هيجان په نهيلۍ واوښت. داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني. هرې خواته يې وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: "وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د ځمکې مخ اوښتى نو ځکه ټيک نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي".

همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي نه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل.

حميدالله او مولاگل دواړه د کلي ملکان راوختل چې له دواړو سره خورا حساس معلومات و. مولا گل ويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى.

مولا گل تقريبا" شپېته متره شاته راغى، پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل: يو قبر دادى. نژدې سل متره هاخوا ولاړاو په گوته يې اشاره وکړه: دويم يې دادى. مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کې په جلا ډول خښ شوي دي.

پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې. تر څه کار وروسته د مړو نښې ورو ورو رابرسېره کېدې: په يوه قبر کې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول: ښځې، کوچنيان او نارينه.

په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په خپلې مور پورې کلک نښتى و، زړه بوږنوونکي برېښېدل. وروسته روښانه شوه چې دا د ولسمشر لمسى حارث و چې د ويشتل کېدو پر مهال د مور په غېږ کې و. د غاړې جامې، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول.

مړي وروسته يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو.

د پادشاه مير او مولاگل د معلوماتو سرچينې کومې وې؟

پادشاه مير په کودتا کې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي اسلم وطنجار ټولگيوال و. که څه هم د خلک ديموکراتيک گوند غړى نه و، خو غړو يې د پېژندگلوۍ له مخې پرې باور کاوه.

ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه چې د خپلې قطعې په سيمه کې څو قبرونه چمتو کړي. کله چې مړي د خښېدو لپاره وروړل شول، نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د ولسمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ غړي دي.

هغه ويل چې کله کودتايي افسران په هغه تياره شپه کې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنگ کېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه.

پادشاه مير وايي چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي. دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترگو ليدلې چې د واکمن گوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله.

د مولاگل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزگر او د يوه زلموټي کيسه وه. مولاگل ويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه. يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان و، په دغه سيمه کې يې د عسکرو او موټرو بېسارې گڼه گوڼه ليدلې وه. د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي و چې دلته داود خان او د هغه د کورنۍ غړي خښ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى.

څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې حلوا ورته راوړه او په لارويو يې وويشله.

... دادى دېرش کاله وروسته له مولاگل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د خښېدو ټيک ځاى يې کميسيون ته وښوده.

...مولاگل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى.