BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:25 گرينويچ 2009 ,23 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کلنټن : پاکستان ټولې نړۍ ته ' مرګونی ګواښ' دی
 
هيلري کلينټن
کلينټڼ : '' زما په اند د پاکستان دولت ته د مخامخ ګواښ د جديت کچه خورا ډېره زياته ده، چې له ترهګرو سره تړلې ډلې په دوامداره توګه فعاليت کوي او له پلازمېنې اسلام اباد څخه يوازې د يو څو ساعتونو په واټن کې دي .''
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي چې د پاکستان اوسنی وضعيت د امريکا او ټولې نړۍ لپاره '' مرګونی ګواښ'' دی .

د امريکا کانګرېس کې د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پرمهال مېرمن کلنټن وويل پاکستان طالبانو ا وسخت دريځو ته دسوات په څېر سيمو کنټرولولو لپاره واک او اختيار ورکوي .

مېرمن کلنټن ويلي چې د پاکستاني دولت پايښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی :

'' زما په اند د پاکستان دولت ته د مخامخ ګواښ د جديت کچه خورا ډېره زياته ده، چې له ترهګرو سره تړلې ډلې په دوامداره توګه فعاليت کوي او له پلازمېنې اسلام اباد څخه يوازې د يو څو ساعتونو په واټن کې دي . دغه ډلې هڅه کوي د پاکستان دولت چې په اټومي وسلو سنبال دی، ونړوي او زه په دې اړه له اندېښنو ډک کافي غږونه نه اورم، چې د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه په ليکو کې دې انګازه کړې وي . ''

آغلې کلنټن پر پاکستانيانو غږ وکړ، چې د خپل حکومت د تګلارو پر وړاندې دې ‎په زغرده څرګندونې وکړي .

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې په راتلونکې کې د پاکستان او افغانستان ولسمشران د لا نورو خبرو اترو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي .

پاکستاني طالبان
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره په داسې مهال څرګندونې کوي، چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته وسله وال طالبان د يوازې يو څو ساعتونو په واټن کې نژدې شوي دي .

په امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني بي بي سي ته ويلي د طالبانو خوشالولو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې .

ده وويل چې د مېرمن کلينټن څرګندونو د هغه د هېواد د وضعيت له پوهېدو سره هېڅ مرسته نه ده کړې .

پاکستان له ټولې نړۍ غوښتي، چې د ترهګرۍ او وسله والو طالبانو ضد مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي .

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په شمال ختيځ سوات سيمه کې وسله والو طالبانو ګاونډيو سيمو ته خپل عمليات غځولي دي .

په دې وروستيو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سوات کې د اسلامي شريعت د نافذولو پر ېکړه لاسليک کړه، چې له نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شو .

د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د سوات ځايي چارواکو له سيمه ييزو طالبانو سره د سولې تړون په دې شرط لاسليک کړ، چې په سيمه کې به اسلامي شريعت پلی کېږي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
په سوات کې شرعي محکمې جوړېږي
16 اپريل, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت