BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د نورستان ځينې ولسوالۍ له طالبانو سره دي
 

 
 
وسله وال طالبان په نورستان کې
رحمت الله راشدي: (( د نورستان د وايګل، کامدېش، منډول او ځينې نورې ولسوالۍ اوس فعلاً د طالبانو په لاس کې دي، او برګمټال ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو له خوا محاصره ده .))
د نورستان د ولايتي شورا غړي وايي د دغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ طالبانو نيولې او په وينايې دغه ولايت د حکومت له ولکې نه د وتو له ګواښ سره مخامخ دی .

د يادې شوې شورا غړو دغه څرګندونې په کابل کې يوې خبري ناستې ته کړې دي .

د شورا غړو د نورستان ولايت په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه هم کړې ده .

د نورستان ولايت د قومونو شورا هم دغه ادعاوې مني او وايي چې که چېرې نورستان د دولت له ولکې نه ووزي، نو د افغانستان د ختيځو ولايتونو په امنيت به هم ناوړه اغېزې وکړي .

خو د نورستان حکومتي چارواکي دغه څرګندونې په کله ردوي او هغه بې بنسټه بولي .

رحمت الله راشدي چې ځان د نورستان د ولايتي شورا مشر بولي وايي چې د دغه ولايت يو شمېر ولسوالۍ طالبانو نيولې او ځينې نورې يې هم کلابندې دي :

(( د نورستان د وايګل، کامدېش، منډول او ځينې نورې ولسوالۍ اوس فعلاً د طالبانو په لاس کې دي، او برګمټال ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو له خوا محاصره ده .

نورستان کې د طالبانو پرضد مبارزه
د نورستان ولايتي شورا له حکومته غوښتي چې دغه ولايت ته دې ډېر پام وکړي، که نه نو د حکومت له لاسه وتونکی دی .

له تېرو درو مياشتو راهيسې طالبان پر عامو سړکونو له حکومت څخه په نيول شويو ګاډو کې ګرځي او ګزمې کوي .))

د ښاغلي راشدي په وينا د ولسمشر په ګډون حکومتي چارواکو له دغه ولايت سره د مرستو لپاره په خپلو ژمنو عمل نه دی کړي او پر حکومت يې غږ وکړ چې د نورستان ولايت په مشرتابه کې هم بدلون راولي .

موږ سږکال نورستان ولايت نيسو

په همدې حال کې د نورستان ولايت د قومونو د شورا مشر محمد تميم نورستاني وويل چې حکومتي چارواکي دغه ولايت ته خپلو دندو ته نه ورځي :

(( د جمعې له ورځې پرته چې والي او امنيه قوماندان په الوتکه کې تللي وو، هلته هېڅ يو ريس نه شته ، ريسانو ته يې ويلي وو چې دندو ته ولاړ شي، خو هغوی ځواب ورکړی و، چې ته خپله په الوتکه کې ځې. موږ د ځمکې له لارې څه ډول ولاړ شو . کوم رپوټونه چې موږ ته رارسېږي د وايګل او ګوسلک په سيمو کې طالب وسله وال راټول شوي او په پاکستان کې يې هم ځينې خبرپاڼې خپرې کړې چې هر ډول وی موږ سږکال نورستان ولايت نيسو .))

خو د نورستان د والی وياند رضوان الله عادل که څه هم په دغه ولايت کې ځينې امنيتي ستونزې مني، خو د ښاغلي راشدي دغه څرګندونې په کلکه ردوي او وايي چې ښاغلي راشدي د ولايتي شورا مشر نه، بلکې د هغې غړی دی :

(( د نورستان ولسوالۍ له طالبانو سره نه دي ))

(( موږ هم په شديدو الفاظو دا خبره ردوو، چې د نورستان ولايت ځينې ولسوالۍ د طالبانو په محاصره او يا د دوی په لاس کې دي، موږ له دولت څخه غوښتنه کړې، نورستان ته نور ځواکونه او سرحدي پوليس ولېږي .))

نورستان د افغانستان په ختيځ کې يو له هغهو ناامنه ولايتونو څخه دی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره هم ګډه پوله لري .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت