BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2009 ,17 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
' بشرضد مجرمينو ته ټاکنو کې حق مه ورکوئ '
 
.
د بښنې د نړيوال سازمان په وينا داسې کسان بايد پر خلکو واکمن نه شي، چې د هغوی بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي وي .
د بښنې نړيوال سازمان امنيستي انټرنشنل په افغانستان کې دټاکنو له کميسيون څخه غوښتي چې د بشري حقونو سرغړونکي د ولسمشرۍ ټاکنو دکانديدانو له ليست څخه ليرې کړي .

د بښنې نړيوال سازمان امنيستي انټرنشنل په افغانستان کې دټاکنو له کميسيون څخه غوښتي چې د هغو کسانو نومونه د ولسمشرۍ ټاکنو دکانديدانو له ليست څخه لېرې کړي چې د سازمان په وينا له بشري حقونوڅخه پرسر غړونې تورن دي .

دغه غوښتنه له هغه يوه ورځ وروسته کيږي چې د څلورڅلويشت کسانو په شمير د ټاکنو کميسيون پرون د ولسمشرۍ د ټاکنو دکانديدانو لومړنى ليست اعلان کړ .

د بښني د نړيوال سازمان يوه چارواکي سام ضيا‌ء ظريفي له بي بي سي په مرکه کې وويل چې دولسمشرۍ په کانديدانو او د هغوى په مرستيالانو کې يوشمېر داسې کسان دي چې دده په وينا د خلکو بشري حقونه يې تر پښولاندې کړي دي :

(( له بده مرغه د يو شمېر نوماندانو د نومونو پر سر پوښتنې راپورته شوې دي، معنا دا چې دغه کسان داسې مخينه لري، چې د بشري حقونو ضد چارې يې ترسره کړې دي . ))

د بښنې د نړيوال سازمان په وينا داسې کسان بايد پر خلکو واکمن نه شي، چې د هغوی بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي وي .

افغانستان
په افغانستان کې د ننه د چار ويو شمېر کارپوهانو هم راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د ځينو کسانو په کاندېدېدا اندېښنه ښوولې ده .

ښاغلی ظريفي وايي دا په افغانستان کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون دنده ده چې ټاکنو کې د هغو کسانو د ودرېدو مخه ونيسي چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاو لري :

(( په لومړي ګام کې بايد د ټاکنو کميسيون خپله دنده په جدي توګه ترسره کړي . هغه کسان چې پېژندل شوي او له ناقانونه وسله والو ډلو سره اړيکي لري، بايد په ټاکنو کې حق ورنه کړل شي . د انتقالي عدالت مساله په افغانستان کې ډېره مهمه ده . زموږ په فکر افغانان په دېر پوهېږي چې په تېر کې ورسره څه شوي دي . هغه کسان چې په دغه هېواد کې په جنګي جرمونو تورن دي، بايد عدالت ته راکاږل شي، هغه کسان چې په کابل او يا له کابله بهر يې د خلکو وينې تويې کړې، او لاسونه يې په وينو ککړ دي، ولې يې د افغانستان په سياست کې ونډه اخيستې . ))

په افغانستان کې د ننه د چار ويو شمېر کارپوهانو هم راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د ځينو کسانو په کاندېدېدا اندېښنه ښوولې ده .

له بشري حقونو معلوم الحاله سرغړوونکي

سربېره پر دې، دوی وايي چې په دغه لېست کې يو شمېر داسې کسان هم شته، چې له بشري حقونو څخه معلوم الحاله سرغړوونکي دي .

دوی وايي ان په دغه لېست کې ځينې نالوستي کسان هم شته .

تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو کميسيون مشر په يوه خبري غونډې کې وويل له عدليې وزارت نه يې غوښتنه کړې وه، چې کانديدانو ته داسې معيارونه په ګوته کړي، چې پربنسټ يې دغه کميسيون کانديدان چاڼ کړای شي .

خو دغه کميسيون وايي چې له عدليې وزارت څخه يې داسې څه ترلاسه نه کړل .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت