BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:07 گرينويچ 2009 ,20 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اېکن بيري: امريکا به د افغانانو ژوند ته پام وکړي
 
کارل اېکن بيري
په افغانستان کې د امريکا سفير اېکن بيري وويل امريکا به تر دې وروسته خپله ټوله هڅه کوي چې په عملياتو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي .
په افغانستان کې د امريکا نوي سفير کارل اېکن بيري فراه ولايت ته د سفر پرمهال ويلي هېواد يې هڅه کوي چې د عملياتو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي .

ښاغلي اېکن بيري دغه څرګندونې فراه ولايت ته د امريکايي ځواکونو بمبارۍ کې د زيانمنو شويو کورنيو له غړو سره کړې دي .

په دغه سفر کې افغان ولسمشر حامد کرزی هم فراه ولايت ته تېره ورځ (سه شنبه، د غويي 29 مه، د مۍ 19 مه) تللی و .

د امريکا سفير د فراه ولايت په يوه جومات کې راغونډو شويو خلکو ته وويل چې دی د بمبارۍ له زيانمنو شويو کورنيو سره د غمشريکۍ لپاره راغلی دی .

نوموړي وويل چې دی د امريکا د ولسمشر بارک اوباما او بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن په استازيتوب د فراه زيانمنو شويو خلکو ته تسليت وړاندې کوم او تاسو ته ډاډ درکوم چې د امريکا او افغان دولت به د داسې پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي .

اېکن بيري وويل چې د افغانستان دولت او امريکا هوډ کړی چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د بمبارۍ له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره او د ويجاړو شويو کورونو د بيارغولو لپاره مرسته وکړي .

بښنه
حامد کرزی
 فراه ولايت کې د بمبارۍ پرمهال زه په امريکا کې وم او د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنټن او ولسمشر بارک اوباما سره مې د ليدنې پرمهال د سر موضوع د بې ګناه خلکو د وژلو وه . دوی د ولسي خلکو پر وژنه خواشيني وښوده او بښنه يې وغوښته
 
کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي له زيانمنو شويو کورنيو سره ژمنه وکړه، چې په بمبارۍ کې ويجاړ شوي کورونه به بېرته جوړ او د قربانيانو پاتې دوستان به حج ته ولېږي .

حامد کرزي زياته کړه دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي، بلکې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر ځله د جګړو او بمباريو قربانيان ولسي خلک وو .

ولسمشر وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې تل له بهرنيانو سره د ولسي خلکو د وژنې پر سر خبرې کړې او دوی ته يې ويلي چې ترهګري د افغانستان په کليو او کورونو کې نه ده، بلکې د ترهګرو پټنځايونه ولټوئ .

له بمبارۍ وروسته بښنه

کرزي وويل : (( فراه ولايت کې د بمبارۍ پرمهال زه په امريکا کې وم او د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنټن او ولسمشر بارک اوباما سره مې د ليدنې پرمهال د سر موضوع د بې ګناه خلکو د وژلو وه . دوی د ولسي خلکو پر وژنه خواشيني وښوده او بښنه يې وغوښته .))

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امريکا بمباري
تېره اوونۍ فراه ولايت د افغان دولت څېړونکي پلاوي وويل چې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې شاوخوا 140 ولسي خلک وژل شوي او نژدې 25 نور ټپيان دي .

کرزي د بالابلوک خلکو ته په وينا کې وويل چې د افغانستان خلک په جدي توګه د دې ډول وژنو او عملياتو بدلون غواړي‎ :

(( موږ له ترهګرۍ سره جنګېږو، ترهګرۍ افغانستان ته بدبختي راوړه افغانان يې له غوره روغتيا او زده کړې بې برخې کړل، موږ غواړو ترهګرۍ په داسې توګه له منځه يووړل شي، چې د افغانستان د خلکو ژوند او حيثيت محفوظ پاتې شي . نو له دې امله موږ د داسې ډول عملياتو درول غواړو .))

له ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي شورا يو شمېر غړي او ځينې جګپوړي دولتي چارواکي هم مل وو .

تېره اوونۍ فراه ولايت د افغان دولت څېړونکي پلاوي وويل چې د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې شاوخوا 140 ولسي خلک وژل شوي او نژدې 25 نور ټپيان دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت