BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:20 گرينويچ 2009 ,23 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کابل کې د ' دعوت ' په نامه پوهنتون جوړېږي
 

 
 
سياف د دعوت پوهنتون په پرانستونکې غونډه کې
ښاغلي سياف وويل چې د دعوت د لوړو زدکړو په موسسه کې به په لومړي ګام کې شرعيات، انجنيري او حقوق لوستل کېږي .
په کابل کې د پخوانيو مجاهدينو يوه مشر عبدالرب رسول سياف د دعوت په نامه د لوړو زده کړو يوه خصوصي تحصيلي موسسه پرانيسته .

دغه جهادي مشر وايي چې د دغې موسسې په جوړلو سره غواړي چې ټولنه د ده په وينا مسلمان او ژمن محصلين وړاندې کړي .

ښاغلی سياف د پخوانيو مجاهدينو دويم مشر دی چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسه جوړوي .

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونه تجربه ډېره نوې ده .

کله چې په هېواد کې د طالبانو واک پای ته ورسېده، نوخلکو په هره برخه کې ته د نورو تجربې را ولېږدولې چې د خصوصي پوهنتونو جوړول هم په دې ‌ډله کې راځي .

خو د دغه پوهنتون د مسؤول پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف په وينا له نورو سره د دغه پوهنتون توپير دا دی چې نصاب به يې بشپړ اسلامي وي :

((زه هيله لرم چې د دعوت د لوړو زده کړو موسسه وکولای شي چې هم د پوهې په ډګر کې خدمت وکړي ، هم هېواد ته خدمت وکړي او هم داسې ځوانان وروزي چې په بل چا پسي تړلي نه وي .

حبيب الله رفيع
د سياسي چارو يو کار پوه حبيب الله رفيع وايي چې دغه مشران د تحصلي موسسو په جوړلو سره غواړي خپل پخوانی شهرت بيا را ژوندی کړي .

زه هيله لرم چې په دې موسسه کې به هدف لرونکي خلک وروزل شي ، موږ انجنیر ته اړتيا لرو خو يو هدفمن او اخلاصمن انجنير ته، قاضي مو په کار دی خو هدمن، وطن دوست او اخلاصمن قاضي او سياستوال مو په کار دی خو هېواد پال ، ايمان لرونکی او هېواد ته مخلص سياستوال .))

ښاغلي سياف وويل چې د دعوت د لوړو زدکړو په موسسه کې به په لومړي ګام کې شرعيات، انجنيري او حقوق لوستل کېږي .

خو د افغانستان په حکومتي پوهنتونو کې د نصاب او تدريس حالت څنګه دی ؟

د لوړو زدکړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي چې د دوی په نصاب کې هم اسلامي مضامين شامل دي او د اسلامي ثقافت په نوم مضمون په ټولو پوهنتونونو کې تدرېسېږي .

تر دې مخکې د حرکت اسلامي ډلې مشر اصف محسني هم د خاتم النبيين په نوم يو خصوصي پوهنتون جوړ کړی دی .

خو اوس چې دواړه اړخه وايي چې په پوهنتونونو کې يې اسلامي نصاب تدريسيږي نو اړتيا څه ده چې د اسلامي نصاب د تدريس په نامه خصوصي پوهنتونونه جوړېږي .

دا مهال په افغانستان ٢٢ حکومتي پوهتنونه او د لوړو زدکړو موسسې او د لوړو زدکړو ١٨ خصوصي موسسې فعاليت کوي .

يو شمېر خلک باور لري چې د جهادي مشرانو له لوري د تحصلي موسسو جوړول بشري او اقتصادي پانګونې ته زمينه برابرول دي .

دوی وايي چې په دغو خصوصي پوهنتونونو کې يوازې يو ه سياسي مفکوره ور زده کېږي .

د سياسي چارو يو کار پوه حبيب الله رفيع وايي چې دغه مشران د تحصلي موسسو په جوړلو سره غواړي خپل پخوانی شهرت بيا را ژوندی کړي .

خو د دغو تحصلي موسسو مشران له دغه نظرسره موافق نه دي او وا يي چې يوازېنۍ موخه يې اسلام او ټولنې ته خدمت دی .

د لوړو زدکړو خصوصي موسسې ظاهرأ د لوړو زدکړو دوزارت د قوانينو پر بنسټ کار کوي او د دغه وزارت د چارواکو په وينا هغوی د دغو موسسو څارنه کوي چې له پوهنيزو چارو پرته بل کار ونه کړي .

دا مهال په افغانستان ٢٢ حکومتي پوهتنونه او د لوړو زدکړو موسسې او د لوړو زدکړو ١٨ خصوصي موسسې فعاليت کوي .

د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو په وينا هر کال يو زيات شمېر هغه کسان چې په حکومتي پوهنتونونو کې د زده کړو شونتياوې ونه لري دغو موسسو ته مخه کوي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت