BBCPashto.com

22:30 گرينويچ 2009 ,06 مۍ

سندرغاړى حيات کاکړ موميلمه دى

حيات کاکړ په کندهارکې نړى ته راغلى اوپه کابل کې ېې زده کړې کړې دي دکابل په نوي ښارکې اوسيدۀ.

همدلته وړکتون اوبيا د نواباد١٤ لمبر ښوونځي ته ولاړ، دحبيبيې ليسې ته ورغى اوبيا پوځي (عسکري ) ليسې ته شامل شو. درې کاله ېې عسکري ښوونځي ولوست اوبيا دزده کړولپاره دامريکې متحدوايالتونوته وليږل شو.

په نيويارک کې ېې دکوينز کالج ولوست اوبيا هوايي اکاډمى ته دلوړوزده کړولپاره ورغي دالوتکودانجن انجينيري ېې زده کړه . هوايي اکاډمي ېې پاى ته ورسوله اوافغانستان ته ېې دتگ تکل وکړ.خوهلته حالات بدل شول اودده هوډهم بدل شو.

دغه پروگرام له دې ځايه واورئ

نيم وخت کارېې وموند پارسلونه به ېې وړل راوړل . وروسته ېې دلاس انجلس په هوايي ډگرکې دنده ترلاسه کړه . دستروالوتکو يانې دي سي ١٠ په انجنونو ېې کارکاوه .هلته ېې يوولس کاله کاروکړ. وروسته ىې ځانته خپل کاروبار پيل کړ. دايتالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست.

اوس تقاعد شوى دى اوکارنه کوي خوله موسيقي سره سروکارلري اوسندرې هم وايي . له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه لرله . دناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې.

دامريکاغږسره ېې همکاري لرله اود( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله .

ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي دي . درې ډي وي ډي لري . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې لري.

په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى:
Pashto@bbc.co.uk

دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى.
٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١