BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 02:30 گرينويچ 2009 ,08 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دمايکل جکسن دجنازې مراسم تر سره شول
 

 
 
دښاغلي جکسن تابوت
که څه هم د ارواښاد جکسن دجنازې مراسم اسلامي نه و، خو د ده دعقيدې په باب تايد شوي راپورونه په ټليګراف او نيويارک پوسټ کي پروسږ کال خپاره شوي و، چي ارواښاد جکسن ديوملا مخ ته اسلام راوړی او اسلامي نوم يې هم ميکايل ښوول شوی و.
دلوېديزې پاپ موسيقۍ نامتو سندرغاړی مايکل جکسن په زرګونو مينه والو دلاس انجلاس دښار دسټاپلز سينټر په هغه مرکز کي چي ښاغلي جکسن به خپلي سندري پکې ثبتولې د ده په جنازه کي برخه واخيسته.

د ښاغلي جکسن جنازې ته د ده پر خپلوانو او مينه والو سربېره دنړۍ نامتو سياسي او هنري شخصيتونه راغلي و.

دنيلسن منډيلا په څېر يو شمېر نورو بيا دخواخوږۍ پيغامونه را استولي و او دجنيفر هډسن په څېر ځينو نورو بيا د ده د اروا په خوښۍ سندري وويلې.

د جنازې دا مراسم په امريکا کې پر اکثرو ټلوېزوني چينلونو او پينځوسو سينماو کې په ژوندۍ بڼه خپرېدل .

دګڼ شمېر راپورونو له مخي ښاغلي جکسن د ديارلسمي پېړۍ د نامتوافغان شاعر مولانا جلال الدين بلخي اشعار په مينه لوستل.

نامتو ليکوال ډاکتر ديپک چوپړا انډيا اين نيويارک اونيزي ته وويل چي ده له ارواښاد جکسن سره د صوفي شاعر جلال الدين بلخي او دهندوستان دنامتو ليکوال او عالم رابيندراناټ ټاګور د اثارو په پېژندلو کې مرسته کړې وه.

نوموړی يوه خاطره داسي بيانوي: ((کلونه وړاندې د رومانيې په بوخارست کي ارواښاد جکسن دکانسرټ دسندرو څخه تازه خلاص شوی و، چي ډېر ستړی معلومېده خو زماسره د ارواښاد بلخي دصوفيانه شاعرۍ په باب په ډېره مينه وغږېد.))

که څه هم د ارواښاد جکسن دجنازې مراسم اسلامي نه و، خو د ده دعقيدې په باب تايد شوي راپورونه په ټليګراف او نيويارک پوسټ کي پروسږ کال خپاره شوي و، چي ارواښاد جکسن ديوملا مخ ته اسلام راوړی او اسلامي نوم يې هم ميکايل ښوول شوی و.

د ارواښاد جکسن ورور جريمان چې ډېره موده پخوا مسلمان شوی وايي کله چي زه دحج د فريضې له اداکولو څخه وروسته دمکې شريفې څخه راغلم نو ما خپل ورورجکسن ته دډالۍ په توګه ګڼ شمېر اسلامي کتابونه ورکړل او ورته ومې ويل چې اسلام ډېر سوله خوښوونکی دين دی.

ښاغلی جريمان زياتوي چي ارواښاد جېکسن په دې کتابونو ډېر زيات خوشاله شو.

ښاغلي جريمان همدارنګه دنيويارک ټايمز پر ورځپاڼي نيوکه وکړه چي په روغتون کې يې د خپل فقيد ورور د دعاء په باب د ده خبرې تحريف کړې وې.

ښاغلي جريمان خبريالانوته دخبرو پر مهال ويلي و، چي الله تعالی دې د جکسن ملګری وي.

خو نيويارک ټايمز په خپل خبر کي دا دعاء داسې اړولې وه چې زموږ مينه دې دجکسن ملګرې وي.

دپاپ موسيقۍ کره کتونکي ارواښاد جکسن داسې ځلانده ستوری ګڼي چې خالي ځای به يې په اسانه ډک نه شي.

هغه پرخپل خواږه غږ سربېره يو منلی او ځانګړی نڅاګر هم بلل کېده.

وايي چې هغه ترخپل مرګ دمخه په انګلستان کي دکانسرټ ورکولو نيت درلود.

ارواښاد د پينځوسو کالو په عمر له دنيا څخه وکوچېد اود لاس اينجلس د فاريسټ لان په هدېره کي به خاورو ته وسپارل شي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت