BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:26 گرينويچ 2009 ,25 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
هولبروک: د هېڅ نوماند ملاتړ او يا مخالفت نه کوو
 

 
 
ريچرډ هولبروک
ريچرډ هولبروک د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي سربېره له يو شمېر نورو مشهورو نوماندانو سره هم وکتل .
ښاغلي هولبروک په لومړي ځل د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ليدنې پرمهال يو ځل بيا د افغانستان په ټاکنو کې د امريکا د بې پلوۍ پر موضوع ټينګار وکړ :

((تر ټولو مهمترين موضوع چې موږ يې په اړه خبرې وکړې دا وه چې څنګه کولای شو په راتلونکو ټاکنو کې د زيات شمېر افغانانو د ګډون د ډاډ په اړه له تاسو سره مرسته وکړو . دويمه مهمه موضوع دا وه چې موږ د هېڅ يوه کانديد ملاتړ نه کوو او نه هم د هېڅ يوه نوماند مخالفت کوو . موږ په افغانستان کې د ديموکراسۍ ملاتړ کوو . ))

د امريکا ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان د عالمانو له سراسري شورا سره هم وکتل . نوموړي د دغې شورا له ريس فضل هادي شينواري سره په خبرو کې د تېر په څېر له افغانستانه د امريکا پر ملاتړ ټينګار وکړ .

د دغې شورا ريس چې د ولسمشر کرزي له نژدې ملګرو ګڼل کېږي، په دې کتنه کې يو لړ وړانديزونه هم مطرح کړل .

له هولبروک نه غوښتنه

هغه له ښاغلي هولبروک نه وغوښتل چې د افغانستان له نوي راتلونکي حکومت سره، چې تر ټاکنو وروسته به واګي په لاس کې واخلي، د سولې په پروسه کې لا ډېره همکاري وکړي .

د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي د دې وړانديز په ځواب کې د امريکا مخکېنی دريځ په ډاګه کړ .

ده وويل چې هېواد يې د خبرو اترو پروسه په خپله د افغانانو له خوا ترسره کول غواړي او نړيوال به په دغه پروسه کې د مرستندويانو رول ولري.

ښاغلي هولبروک د وسمشر حامد کرزي په ګډون د ولسمشرۍ له يو شمېر نورو مشهورو نوماندانو سره هم وليدل .

د ولسمشر له دفتره په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې هولبروک د ټاکنو په اړه د لوژيستيک او د امنيت د ټينګښت په برخه کې خبرې وکړې .

د امريکا ځانګړی استازی د تېر پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره له ليدو وروسته افغانستان ته راغی .

نوموړي لومړی په جنوبي نارامه ولايت هلمند کې له امريکايي ځواکونو او ځايي چارواکو سره وليدل او بيا کابل ته راغی .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت