BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2009 ,28 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
جنګي مجرمين په حکومت کې مه ګمارئ
 

 
 
د افغانستان نقشه
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ووېل حکومت اونړيواله ټولنه بايد د جگړې له قربانيانو سره محاکمې ته د هغو کسانو په راکاږلو کې مرسته وکړي چې د دوى خپل خپلوان يې وژلي او ځورولي دي .
په افغانستان کې د انتقالي عدالت د همغږۍ په نوم ډلې په راتلونکي ولسمشر غږ وکړ چې په خپل حکومت کې جنگي مجرمانو او د بشري حقونو سرغړوونکو ته ځاى ورنه کړي .

په همدې مهال دوى له خلکو وغوښتل چې هغو کانديدانو ته رايه ورکړي چې د بشري حقونو په سرغړونو تورن نه دي .

دغې ډلې په يوه پرېکړه ليک کې د انتقالي عدالت پر پلي کېدو د ټينگار ترڅنگ د انتقالي عدالت اوسولې لپاره د يوه منظم پروگرام د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې له شلو ورپوته ملي او نړيوالو ټولنو راتلونکي حکومت ته سپارښتنه وکړه چې په کابينه او نورو لوړو څوکيو هغه کسان ونه گماري چې په جنگي جرمونو تورن دي . دوى د دې ترڅنگ د دغو کسانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه .

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې وويل چې دا يوازې د دوى غوښتنه نه، بلکې د ټولو افغانانو په تېره بيا د هغو کسانو ده چې په تېرو دريو لسيزو جگړو کې يې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي .

د دغې ډلې يوې غړې ناهيد ملکزۍ وويل راتلونکى حکومت بايد هغو کسانو ته واک ور نه کړي چې په بشري ضد سرغړونو تورن وي .

اغلې ناهيد دغه راز له رايې ورکوونکو هم وغوښتل چې خپلې رايې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا هغو کانديدانو ته ورنه کړي چې بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي وي .

خو دغې ډلې په ځانگړې توگه د چا نوم وانخيست .

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ووېل حکومت اونړيواله ټولنه بايد د جگړې له قربانيانو سره محاکمې ته د هغو کسانو په راکاږلو کې مرسته وکړي چې د دوى خپل خپلوان يې وژلي او ځورولي دي .

دوى وايي اوس مهال د هغو قربانيانو شمېره چې په يوه ډول نه يوه ډول تر بريد لاندې راغلي د افغانستان د ټول نفوس اويا سلنه جوړوي .

د بشري حقونو او مدني ټولنو نه جوړې شوې دغې ډلې يو نهه ماده ييز پريکړه ليک هم خپور کړ چې مهم ټکي يې د انتقالي عدالت پلى کول، د جگړې او جنسي تېريو د قربانيانو لپاره د حقيقت موندنې د يوه کمېسيون جوړل او له جنگي مجرمانو سره د پټو خبرو او مصلحتونو پاى ته رسول دي .

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي چې د انتقالي عدالت پروگرام په تېرو کلونو کې ډېر بريالى نه وو او دوى يې لامل پيکه سياسي ملاتړ او امنيتي ستونزې په گوته کوي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت