BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 23:41 گرينويچ 2009 ,29 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سندرغاړې قمر گل په اوومه سټوډيو کې
 

 
 
اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
د طلايي آواز لرونکې ميرمن قمرگل دا ځل په اوومه سټوډيو کې د خپل طلايي زړگي آواز پورته کوي.

ميرمن قمرگل د ننگرهار ولايت د شگې په ولسوالۍ کې سترگې غړولي او د افغاني موسيقي هنر ته له همغه وخته يوه ځانگړې ډالۍ وه. په اووه کلنۍ يې په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي، ولسوالۍ او ولايت څخه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځليده.

د ميرمن قمرگل لمړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې پدې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري ژوندانه په بدل کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه، سردار محمد داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله له خوا څخه د خلکو او ملت په نماينده گۍطلايي مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي.

او د (( زه سپينه کفتره يم اوچته پروازونه کړم )) سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډيره وځلوله او د ميرمن قمر گل وروستۍ لاس ته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا څخه ورته ورکړل شوى دى.

ميرمن قمر گل په اووه کلنۍ په سندرو ويلو پيل کړى او لمړنۍ سندره يې (( په ما مينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) ده.

ميرمن قمر گل يو وختي د راډيو افغانستان له خوا څخه د کال سندر غاړې، پدې وروستيو وختونو کې د آريانا د ټلويزيون له خوا د خلکو په نماينده گۍ د ښې سندر غاړې جايزه او ١٩٩٨ يم کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا او پدې توگه په سلگونو نورې جايزه او لقبونه گټلي دي.
ميرمن قمر گل واده کړى درې لوڼې او درې زامن لري، په کانادا کې ژوند کوي. د خپلو زامنو په مرسته لاتر اوسه هم خپلو هنري کارنو ته دوام ورکوي چې دا اوونۍ به د اوومې سټوډيو ميلمنه وي او د خپل آواز د مينوالو پوښتنو ته ځواب ووايي.

که له سندرغاړې قمر گل نه پوښتنې لرئ نو له وړاندې يې په دې پته راواستوى: Pashto@bbc.co.uk

دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
سپين تڼى په اوومه سټوډيوکې.
 
 
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
سندرغاړى مصطفى ملکزى په اوومه سټوډيو کې
 
 
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى په اوومه سټوډيو کې
 
 
سندرغاړى مهمند اوومه سټوډيو:
سندرغاړى مهمند په اوومه سټوډيو کې ميلمه دى
 
 
ليکواله صفيه حليم  په اوومه سټوډيو کې اوومه سټوډيو:
ليکواله او ژونالسته صفيه حليم مو ميلمنه وه
 
 
سندرغاړى سردار يوسف زى اوومه سټوډيو:
سندرغاړى سردار يوسف زى په اوومه سټوډيو کې
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت