BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:39 گرينويچ 2009 ,29 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د برتانيا سفير: له طالبانو سره خبرې کېدای شي
 
په افغانستان کې د برتانيا له سفير مارک سېدوېل سره اسماعيل سعادت مرکه کوي
په افغانستان کې د برتانيا سفير پر داسې مهال له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينگار کوي چې وړاندې تر دې د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو سرچينو لخوا شوي ورته وړانديزونه طالبانو رد کړي وو.
په افغانستان کې د برتانيا سفير وايي چې له طالبانو سره خبرې اترې د افغانانو او حکومت غوښتنه ده او دوى يې ملاتړ کوي .

مارک سېدوېل وايي چې طالبان يو لاس او د يوه فکر خلک نه دي او داسې خلک پکې شته چې خبرې ورسره کېداى شي .

نوموړي په دې هکله د يوه روښانه پروگرام د پيل کېدو غوښتنه وکړه او هيله يې وښوده چې دغه پروگرام به بريالى شي .

وړاندې تر دې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميلبنډ ويلي وو، په طالبانو کې داسې خلک شته چې کېداى شي په افغان سياست کې ورگډ کړاى شي .

په کابل کې د بريتانيا سفير وويل چې جگړه د افغانستان ټولې ستونزې نه شي اوارولاى او بايد ترڅنگ يې له سوله ييزو لارو چارو هم استفاده وشي .

مارک سېدوېل له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې ټينگار وکړ چې طالبان يو ډول نه دي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې روانه جگړه هم څو ډوله او نا همغږې ده .

 موږ ګورو چې د امريکايي پوځيانو په ډېرېدو د جګړې انډول د ايتلافي ځواکونو او افغان حکومت په ګټه په بدلېدو دی . موږ وينو چې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا او شمېر په ډېرېدو دی .
 
د برتانيا سفير مارک سېدوېل

د هغه په وينا ډېر خلک له مجبوريته له طالبانو سره يوځاى شوي او خبرې ورسره کېداى شي :

((دا يوه ډېره پيچلې موضوع ده، په سويل کې بغاوت په ختيځ کې له بغاوت سره توپېر لري، که څه هم ښايي په خپلو کې څه اړيکي و لري، دوى بېلابېلې او پېچلې ډلې دي . زما په اند په دوى کې ځېنې داسې شته چې پخلاينه مني ، خو هغوى چې ډېر سخت دريځي دي او له القاعدې سره نژدې اړيکي لري، سوله او پخلاينه نه کوي، زه هيله مند يم چې هغوى خپل فکر بدل کړي خو دا شونې نه ښکاري .))

د برتانيا سفير وويل چې په خبرو اترو کې راگډېدونکو طالبانو ته بايد د وسلو د اېښودولو، کارموندنې او عادي ژوند ته د بېرته گرځېدو په برخه کې يو روښانه پروگرام پيل شي او دغه کار تر بل هر چا افغان حکومت، واليان او ولسوالان ډېر ښه کولاى شي .

د جګړې انډول د طالبانو په ګټه نه دی

په دې اړه چې گنې اوس طالبان فکر کوي دوى د جگړې د گټلو په حال کې دي او وسلې به کېنږدي د برتانيا سفير وويل چې د جگړې انډول د دوى په گټه دى نه د طالبانو .

هغه په دې هکله د هلمند وروستيو عملياتو او هغو سيمو ته اشاره وکړه چې طالبان ترې اېستل شوي دي :

((موږ ګورو چې د امريکايي پوځيانو په ډېرېدو د جګړې انډول د ايتلافي ځواکونو او افغان حکومت په ګټه په بدلېدو دی . موږ وينو چې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا او شمېر په ډېرېدو دی . د بېلگې په ډول په هلمند کې برتانوي سرتېرو او افغان پوځ په گډه د پړانگ د پنجې په نامه عمليات تر سره کړل چې لومړی پړواو يې دا اوس اوس پای ته ورسېد . دغه عمليات د باباجي په سيمه کې ترسره شول ، دغه سيمه د ګرېشک او لشکرګاه تر منځ د ياغيانو يو مرکز و . سل زره افغانانو ته په هلمند ولايت کې هغه امنيت چې مخکې يې نه لاره برابر شو او موږ هيله لرو چې په ټاکنو کې د ګډون وړتيا هم ومومي . ))

خو د دې ټولو لاسته راوړنو له يادولو سره سره ښاغلي سېدوېل وويل چې دوى له طالبانو د نيول شويو سيمو سل په سلو کې امنيت نه شي ټينگولى .

د سړک غاړې بمونو او ځانمرګو مخنيوی نه شي کېدای

هغه زياته کړه چې د ځانمرگو بريدونو او سړک د غاړې بمونو مخنيوى نه شي کېداى او همدا لاملونه د ستونزې د سياسي حل اړتيا جوتوي چې دده په وينا د بريتانيا په نوې تگلاره کې ډېر پام ورته اړول شوى دى .

د افغانستان لپاره د برتانيا د نوې تگلارې خبره وړمه ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ديوېد ملبند په بروکسل کې وکړه .

په کابل کې د دغه هيواد سفير وويل چې نوې ستراتيژۍ د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا پر لوړولو، د قانون پر واکمنۍ، له فساد سره پر مبارزې، د عدالت پر ټينگولو او داسې نورو برخو ټينگار کوي .

په افغانستان کې د برتانيا سفير پر داسې مهال له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينگار کوي چې وړاندې تر دې د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو سرچينو لخوا شوي ورته وړانديزونه طالبانو رد کړي او ټينگار يې کړى چې د افغانستان ستونزه يوازې له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتو حل کېږي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت