BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:22 گرينويچ 2009 ,31 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
'پرامريکايي تګلاره دې له سره غور وشي '
 
امريکايي پوځيان په افغانستان کې
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرني پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .
په افغانستان کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال سټېنلي مک کريسټل د دغه هېواد اوسنی وضعيت خطرناک بللی او په امريکايي تګلاره کې يې د بدلون راوستو غوښتنه کړې ده .

نوموړي دغه خبرې په غه مفصل رپوټ کې کړې دي، چې له دوو مياشتو راهيسې يې په چمتو کولو بوخت و .

جنرال مک کريسټل د افغانستان په اړه خپل بشپړ شوی رپوټ امريکايي او ناټو ځواکونو ته سپارلی دی .

ناټو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې د مکريسټل له خولې ليکلي چې په افغانستان کې بريا (په تګلاره کې له سره غور، جديت او څارنې ته اړتيا لري .)

ناټو ټينګار کړی، چې د ښاغلي مک کريسټل په رپوټ کې د نورو ځواکونو غوښتنه نه ده شوې .

مک کريسټل دغه رپوټ د تېرو دوو مياشتو په اوږدو کې د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس او ناټو مشرانو په غوښتنه چمتو کړی دی .

مک کريسټل
د ښاغلي مک کريسټل رپوټ هم پردې ټينګار کوي چې افغان ځواکونه دې پياوړي او پر خپل ځان بسيا شي .

دغه امريکايي قوماندان ويلي چې له طالبانو سره په جګړه کې د عامو افغانانو ژوند ته پام کول بايد زموږ د لومړيتوبونو په سر کې وي .

مک کريسټل ويلي که چېرې طالبانو ته د کار زمينې برابرې شي، ښايي چې د افغانستان اوسنۍ ستونزه 60 په سلو کې حل ومومي .

په دغه رپوټ کې به د پوځيانو د شمېر په اړه کومه سپارښتنه نه ده شوې .

تېره ورځ د برتانيا لومړي وزير افغانستان د خپل ناڅاپي سفر په درشل کې له مېشتو برتانوي سرتېرو سره د لانورو په عصري وسايلو د سمبالو پوځي توکو او افغانستان ته د نورو برتانوي سرتېرو د استولو ژمنه وکړه .

د نوموړي ټينګار پردې هم وو، چې بايد افغان پوليس او ملي اردو وروزل شي .

د ښاغلي مک کريسټل رپوټ هم پردې ټينګار کوي چې افغان ځواکونه دې پياوړي او پر خپل ځان بسيا شي .

د امريکا دفاع وزير غواړي چې نوی قوماندان په افغانستان کې د پوځي ستراتيژۍ په امکاني بدلونونو ته وګوري او همداراز هلته د امريکايي ځواکونو کچه وارزوي چې د دې کال ترپايه به يې شمېر نژدې ٧٠ زرو ته ورسېږي .

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرني پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .

دا ټولې خبرې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو يوه اوونۍ تېرېږي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري د لومړنيو پايلو له مخې حامد کرزی پر خپل سيال ډاکټرعبدالله عبدالله مخکې دی .

عبدالله عبدالله په يوه وخت کې د کرزي په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير و .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت