BBCPashto.com

11:00 گرينويچ 2009 ,28 اگست

ژباړه: هميم جلالزی
له کابله

(( کرزی او هولبروک پرټاکنو همنظره نه و))

بي بي سي ته د لوړې کچې يو شمېر سرچينو ويلي چې له ټاکنو يوه ورځ وروسته دامريکايانو او ولسمشر کرزي غونډه بده پای ته رسېدلې ده .

سرچينې وايي چې دغه غونډه له تاوتريخوالي ډکه وه .

ريچارډهولبروک له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې دوه ځله دويم پړاو ته د ټاکنو دغزولو نظريه وړاندې کړې چې د ټاکنود بهير اعتبار يو څه زيات شي.

هغه همدا رنګه درای پاڼو د ډکولو او په ټاکنو کې دشويو درغليو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او په دې اړه يې ورسره خبرې کړې دي .

په کابل کې دامريکا سفارت په غونډه کې له هر ډول شور او ترينګلتيا څخه انکار کوي او يا دا چې ريچارډ هولبروک په غوسه راوتلی و خو دا مني چې په دغې غونډه کې په جزياتو بحث شوی دی .

په دغو ټاکنو کې دخلکو دګډون دکچې او درغليو په اړه شکونه مخ پر ډېرېدو دي خو دا لومړی ځل دی چې يو لوېز چارواکی خپلې اندېښنې ډېر په خلاص مټ ډاګيزوي .

دا کېدای شي چې د ټاکنو د بهير د اعتبار په اړه ډېر پوښتنې راپورته کړي او کولای شي چې يوه پلان ته لاره هواره کړي چې له مخې يې د يوه سم حکومت د رامنځته کولو او له تاوتريخوالي سره د کلکې مبارزې هڅې وشي .