BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2009 ,28 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوومه سټوډيو
 

 
 
 اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه ځوان ليکوال او ژورنالسټ ښاغلی اجمل اټک يوسفزی وو.

اټک يوسفزی له نن څخه څه دپاسه درې لسيزې پخوا د ننګرهار تل بهار د کامې ولسوالۍ په ادب زېږې او ادبپاله غيږه کې سترګې غړولې دي٠


ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠

اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی٠

اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠

د اټک يوسفزي ادبي پنځونې او راټولونې په لاندې ډول دي :

١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)
٢ :د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولګه -١٣٧٨)
٣ : د ځنګل ځناور(١٣٨١)
٤ :ارګ يا مرګ -٢٠٠٢ع
٥ : پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع)
٦: زما زړه تاسره دی (د ولسي شاعر سيد مراد د شعرونو غورچاڼ ، سريزه او اهتمام -٢٠٠٤ع )
٧ : له مانه مه بېلېږه (د اغلې حسينه ګل د شاعرۍ غورچاڼ او اهتمام -٢٠٠٩ع)
٨ : د جنت دېوالونه (طنزي ټولګه)
٩ : زما زړه (شعري ټولګه )
١٠ : د بودا سلګۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ)
١١ : نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ)
١٢ : يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ )
١٣ : بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ )
١٤ : سيند په منګوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )
١٥ : ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو ګډ جونګ - ناچاپ )

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: pashto@bbc.co.uk

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو:
نجيبه سارا په اوومه سټوډيو کې
 
 
ښاغلی پوهنمل محمود نظري د اوومې سټوډيو ميلمه :
طنز ليکونکی ښاغلی پوهنمل محمود نظري
 
 
ښاغلى غوث خيبري د هنر اديب ښاغلى غوث
خيبري پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
 
 
صديق الله بدر ځوان شاعر صديق الله بدر
پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
 
 
ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل اوومه سټوډيو
ځوان سندرغاړى جاويد اميرخيل.
 
 
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني اوومه سټوډيو
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني.
 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت