BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:59 گرينويچ 2009 ,21 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوومه سټوډيو
 

 
 
 اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
اسدالله دانش ساپى پر ۱۳۴۴لمريز كال د لغمان كې سترګې غړولي.
لومړنۍ زده كړې يې په لغمان او کندهار کې ترسره کړې او دولسم ټولگی يې په كابل كې لوستی.

اسد دانش له كتاب او خپل فرهنګ سره دځانګړې مينې درلودو له لامله پر ۱۳۶۶لمريز كال په پېښور كې د دانش په نوم يو وړوکی كتابتون پرانيست.

دانش كتابتون د هرې ورځې په تېرېدا سره غوړېده او د فرهنګيانو په زړونو كې يې ځاى پيدا كاوه، څه موده وروسته يې د يوشمېر فرهنګي ملګرو په غوښتنه د دانش خپرندويه ټولنې بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ يې د الفت په نوم يوه علمي،ادبي او کلتوري خپرونه هم پيل کړه چې له نېکه مرغه تر دې مهاله يې ۴۰ ګڼې چاپ شوي.

دانش خپرندويه ټولنې تر اوسه د دوه زره عنوانه په شا و خوا كې علمي، تاريخي، سياسي، معلوماتي، ادبي، ژورنالېستيکي او نور بېلابېل کتابونه چاپ کړي.

اسد دانش په لر او بره پښتونخوا کې ځان د لويو ناشرانو په کتار کې درولی.

اسد دانش د هېواد په ګڼوښوونځيو، كليو او حجرو كې ځوانانو او د كتاب مينه والو لپاره كتابتونونه پرانيستي او هم يې له کتابتونونو سره مرسته کړې.

اسد دانش په فرهنګي حلقو كې ډېر ملګري، خواخوږي او دوستان لري.نوموړی تر دې مهاله په ګڼو مډالونو او ستاينليکونو نمانځل شوى، په جرمني كې د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال، د كونړسيند په مشاعره كې د كونړ مېشتو فرهنګيانو ټولنې لخوا د سرو زرو په مډال د ځلا خيريه موسسې لخوا يو مډال، د كبير ستوري په مډال اوله نيكه مرغه په دې وروستيو كې د اشوكا په نړيوال ايوارډ هم ونمانځل شو، چې دا يواځې هغه ته نه بلكې ټول افغان ولس ته يو ښه زيرى دی.

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: pashto@bbc.co.uk

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
زاهد خان د اوومې سټوډيو ميلمه:
فلمي لوبغاړى زاهد خان زاهد
 
 
 اوومه سټوډيو د 7 سټوډيو ميلمه:
ډيپلوم انجنير غلام دستگيرړنگ دى.
 
 
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو
ځوان ليکوال او ژورنالسټ ښاغلی اجمل اټک يوسفزی
 
 
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو:
نجيبه سارا په اوومه سټوډيو کې
 
 
ښاغلی پوهنمل محمود نظري د اوومې سټوډيو ميلمه :
طنز ليکونکی ښاغلی پوهنمل محمود نظري
 
 
ښاغلى غوث خيبري د هنر اديب ښاغلى غوث
خيبري پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت