BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:58 گرينويچ 2009 ,19 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ولسمشر کرزي لوړه وکړه
 

 
 
ولسمشر کرزى
ولسمشر کرزي د لوړې په مراسمو کې د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې پر اړتيا هم ټينگار وکړ او په دې برخه کې د جوړو شويو ادارو د ښه کار کولو غږ وکړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې دوهمې دورې حکومتدارۍ لپاره په کابل کې لوړه وکړه. د لوړې مراسم د سختو امنيتي تدابيرو لاندې د ارگ په ماڼۍ کې ترسره شول چې د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري په گډون د گڼو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو استازو برخه په کې اخيستې وه.

د ولسمشر کرزي ترڅنگ د هغه دوو مرستيالانو قسيم فهيم او کريم خليلي هم لوړه وکړه.

حامد کرزي چې د يوې دورې ټاکل شوې حکومتدارۍ تجربه لري په خپلو خبرو کې تر ډېره د خپل حکومت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ددې ترڅنگ يې خپل راتلونکي پروگرامونه هم بيان کړل.

نوموړي له خپلو ټاکنيزو سيالانو په تېره بيا ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني غوښتنه وکړه چې د هغه په وينا د هيواد جوړونې په برخه کې ورسره لاس يو کړي.

هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان هغو ستونزو ته به چې حل کول يې تر ټولو ډېر اړين دي ډېره پاملرنه کوي.

نوموړي په هيواد کې د امنيت د ټينگښت په موخه يوځل بيا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى شي او له جگړې لاس واخلي. هغه د سولې د ټينگښت په موخه د لويې جرگې د جوړېدو خبره او ددې ترڅنگ يې د سعودي له پادشا په دې برخه کې د کړې همکارۍ مننه وکړه.

ولسمشر کرزي د لوړې په مراسمو کې د ښې حکومتدارۍ او له اداري فساد سره د مبارزې پر اړتيا هم ټينگار وکړ او په دې برخه کې د جوړو شويو ادارو د ښه کار کولو غږ وکړ.

افغان ولسمشر په راتلونکو څو کلونو کې د افغان ملي ځواکونو پياوړتيا هم چې دا مهال يې نژدې ټول غوښتونکي دي يو اړين کار وباله او ټينگار يې وکړ چې په دې برخه کې به د لويو لاسته راوړنو هڅې وکړي.

په هيواد کې د مشکوکو کسانو د نيولو او زنداني کولو په اړه چې تر ډېره عام افغانان نيوکې پرې کوي نوموړي وويل چې دغه کار به افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او ددې ترڅنگ به د جگړې د قوماندې افغاني کېدل هم د هغه د راتلونکي حکومت له مهمو دندو نه وي.

هغه ددې ترڅنگ په راتلونکو دوو کلونو کې د شخصي امنيتي کمپنيو د له منځه تلو او افغان امنيتي ځواکونو ته د هغوى د کارونو سپارلو خبره هم وکړه.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت