BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 03:41 گرينويچ 2009 ,19 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
شاعر اميرزى په اوومه سټوډيوکې
 

 
 
شاعر اميرزى په اوومه سټوډيوکې
دښاغلي اميرزي زيات شعرونه له وطن سره مينې ته ځانگړي شوي
دا اوونۍ مو وتلى شاعر نواب اميرزى اوومې سټوډيوته رابللى دى.

ښاغلى اميرزى په ۱۳۴۶ کال کې دخوست دټنيو د درگى منځني ښوونځي ته شامل شو.
په ١۳٥٤ کال کې يې هغه پاى ته ورساوه اودنوروزده کړولپاره کابل ته ولاړ.

په ١۳٥٧ کې د رحما ن بابا له عالي ليسې فارغ شواودکرنې پوهنځي ته بريالى شو. هغه يې شپږمياشتې ولوستله اودخپل لياقت له برکته بهرته دلوړوزده کړولپاره دپيلوټى په رشته کې پخواني شوروي اتحاد ته وليږل شو. پيلوټي يې داوکراين په جمهوريت کې شپږمياشتي ولوستله ، خودغوږستونزه ورته پيدا شوه اوله دې رشتې ووت اواقتصاد ته بدل شوچې پدې برخه کې يې ماستري ترلاسه کړه.

بيرته خپل هيوادته ستون شواود اوبواوبريښنا په وزارت کې يې کار کاوه. وروسته چې حالات کړکيچن شول بيا له هيواده ووت او اووه کاله يې په دوبۍ کې په مساپرى کې تيرکړل. په پرديسۍ کې يې هم زيات شعرونه ليکلي دي اوددوبۍ سفرنامه يې هم چاپ شو.

دحالاتوپه ښه کيدوسره بيرته خپل هيواد ته ستون شواودبيړنۍ لويې جرگې وکيل شو.

له ١٣٨١ کاله راهيسې په خوست کې دتجارت داتاق ريس دى اودخوست په پوهنتون کې دښوونکي په توگه هم افتخاري لوست ورکوي.

دهيواد تکړه سندرغاړويې له شعرونوسندرې جوړې کړې دي لکه مقرى چې وايي: شيرينه ياره کله به خپل وطن ته درشم

همدا شان سندرغاړوخيرمحمد خندان، محمدالله کټوازى،نغمې اونورويې شعرونه پخپلوسندروکې پيلي دي.

دښاغلي اميرزي زيات شعرونه له وطن سره مينې ته ځانگړي شوي دي اودوطن ناخوالوتل ځورولى دى، لکه چې وايي: دا اخترونه زموږله کلي مرورتيريدل---داډيرکلونه څه به لراوڅه به برتيريدل..

ډيرناچاپ شوي اثارهم لري چې يوه شعرې ټولگه اوشپږنثري کتابونه دي.

له شاعر نواب اميرزي نه په اوومه سټوډيوکې پوښتنې وکړى اودزړه خواله ورسره وکړى

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې .

که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د برېښناليک پته ده: pashto@bbc.co.uk

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شئ .

د SMS شمېره ده: 00447786208888

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
د دې اوونۍ د اوومې سټډيو ميلمه  ښاغلى اسدالله دانش ساپى دى د اوومې سټوډيو ميلمه:
ښاغلى اسدالله دانش ساپى دى
 
 
زاهد خان د اوومې سټوډيو ميلمه:
فلمي لوبغاړى زاهد خان زاهد
 
 
 اوومه سټوډيو د 7 سټوډيو ميلمه:
ډيپلوم انجنير غلام دستگيرړنگ دى.
 
 
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو
ځوان ليکوال او ژورنالسټ ښاغلی اجمل اټک يوسفزی
 
 
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو:
نجيبه سارا په اوومه سټوډيو کې
 
 
ښاغلی پوهنمل محمود نظري د اوومې سټوډيو ميلمه :
طنز ليکونکی ښاغلی پوهنمل محمود نظري
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت