BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:28 گرينويچ 2009 ,20 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
مېرمن کلينټن: دښاغلي کرزي خبرې سپينې وې
 
اغلې کلينټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن چې د ولسمشر کرزي له لوړې څو ساعته وروسته يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته وينا کوله د ښاغلي کرزي په مشرۍ له نوي حکومت سره يې دامريکا پر مرستو ټينګار وکړ .

اغلې کلنيټن وويل د لوړې اخيستو پرمهال د ښاغلي کرزي څرگندونې سپينې وې او پکې د فساد پر ضد د مبارزې روښانه پيغام پروت وو او هيله يې وکړه چې پر کړيو ژمنو عمل وشي.

مېرمن کلينټن د ښاغلي کرزي له هغې پريکړې ځانګړی هر کلى وکړ چې پر بنسټ به يې په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان د امنيت مسوليت له بهرنيو ځواکونو څخه افغان هغو ته وسپارل شي.

اغلې کلينټن وويل د دغې تگلارې پلي کېدل د امريکا او په تېره بياد نړيوالې ټولنې يوه هيله ده:

(( ولسمشر کرزي د لوړې پر مهال خپله وينا کې يوه ډېر مهم ټکي ته اشاره وکړه .

هغه وويل افغان حکومت ژمن دى چې په راتلونکو څو کلونو کې، د افغان پوځيانو له روزنې او سمبالېدو وروسته له بهرنيو ځواکونو څخه د دغه هېواد د امنيت ساتنې مسوليت پر غاړه واخلي .

امريکا هم په همدې هڅه کې دى او د افغان حکومت د دغې تگلارې هرکلى کوي. ))

مېرمن کلينټن زياته کړه چې اوس د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځه د اړيکو يو نوى پړاو پيل شوى چې امريکا به له افغان حکومت سره د متقابله مسوليتونو په پر بنسټ خپلې مرستې جاري ساتي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل واشنگټن له کابل سره يوازې پوځي اړيکي نه لري بلکې د دې په وينا په ملکي برخو او په ځانگړې ډول د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هم هڅې کوي.

اغلې کلينټن ټينگار وکړ چې اوس بايد د يوه حساب ورکونکي حکومت د جوړېدو لپاره هڅه وشي.

د بهرنيو چارو وزيرې وويل له ښاغلي کرزي او د افغانستان له سيمه ييزو ادارو سره به په گډه کار وکړي، خو دهغې په وينا د امريکا ډېر پام به دې ته وي چې ايا د دوى د هڅو پايلې د عادي خلکو پر ژوند څه اغېزه کوي او کنه ؟

په دې وروستيو کې نړيوالې ټولنې او په ځانگړې توگه امريکا پر افغان حکومت فشار اچولى چې د اداري فساد د خمتولو لپاره دې غوڅ گامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن گواښنه کړې وه چې امريکا به تر هغې له افغانستان سره نوره ملکي مرسته ونه کړي چې ولسمشر کرزی او د هغه وزيران يې حساب کتاب ورنه کړي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت