BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:37 گرينويچ 2009 ,22 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
م.م: ٣٦% افغان ماشومان درانه کارونه کوي
 

 
 
افغان ماشومان
ملگري ملتونه وايي له هغه مهاله چې افغانستان د ماشومانو د دغه تړون سره يو ځاى شو نو تر يوه بريده يې د ماشومانو د حقونو د خونديتوب لپاره څه نا څه گامونه يورته کړي دي .
دغه اداره وايي چې لا هم په دغه هيواد کې ماشومان درنو کارونو ته اړوځي او پر هغوى جنسي تېري هم کيږي .

ياده شوې اداره وايي چې جگړو او نا امنيو د افغان ماشومانو د زده کړو په بهير سيورى غوړولى او په وينا يې همدا اوس هم شپږ دېرش په سلو کې افغان ماشومان په درنو کارونو لگيا دي .

دا رنگه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو بېلابېلو ادارو پخپلو کې داسې پرېکړه وکړه چې په گډه سره به د افغان ماشومانو د وضعيت د ښه کولو لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي چې ډير افغان ماشومان لا هم اړ دي چې د خپلو کورنيو د اقتصاد د پياوړتيا او يا هم د روزۍ د گټلو لپاره درنو کارونو ته مخه وکړي ، د دې تر څنگ ملگري ملتونه دا هم وايي چې په افغانستان کې پر ماشومانو جنسي تيري کيږي او تر اوسه پورې تيري کونکي کومې محکمې ته نه دي راښکل شوي .

هغوى وايي چې د افغانستان په نا امنو سيمو کې لا هم افغان ماشومان د ليک لوست نه بې برخې پاتې کيږي او ښوونڅي يې سيزل کيږي .

په هغه خبري غونډه کې چې په کابل کې د يونما په دفتر کې جوړه شوې وه د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو د ملاتړ ادارې يونيسيف ، اروپايي کميسيون او د يونما استازو برخه لرله ، هغوى په يوه خوله سره ويل چې افغان ماشومان تر دې زيات د ربړو د گاللو وس نه لري او بايد چې په گډه ورته کار وشي .

افغان ماشوم
دغه سازمان پر افغان حکومت غږ کوي چې په دغه هيواد کې دې د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته ډېر پام واړوي .

هغوى پر همدې تړاو يو تړون هم لاسليک کړ ، د اروپايي ټولنې استازي کرچميير سره له دې چې په افغانستان کې د ماشومانو سره يې د حکومت او نړيوالې ټولنې مرستې وستايلې ، خو ويې ويل چې لا هم افغان ماشومان د ډيرو ستونزو سره لاس او گريوان دي .

هغه وويل کومې مرستې چې نړيوالو تر دې مهاله کړي بايد پرې بسنه ونه شي او افغان ماشومان د لا ډېرو مرستو لپاره اړ دي :

(( اروپايي ټولنې په ٢٠٠٨ کال کې د ماشومانو د ټولنيز خونديتوب لپاره ٢٤ ميليونه يورو ځانگړې کړې چې له هغې جملې نه اته مليونه يورو يې د معلولو ماشومانو، بې ځايه شويو ، کوچي ماشومانو او هغو ماشومانو لپاره چې جگړو ځپلي دي ځانگړي شوي دي ، دا رنگه موږ هغه ماشومان هم تر پوښښ لاندې راوستي چې د خپلو ميندو سره په زندانونو کې ژوند کوي ، خو دغه ټولې شوې مرستې چې ما يادې کړې د هغو مرستو په پرتله ډيرې کمې دي چې په نورو پوځي او نا پوځي برخو کې لگيږي . ))

د ماشومانو د حقونو لپاره نړيوال تړون په ١٩٨٩ کال کې لاسليک شوى چې وروسته بيا د نړيوالې ټولنې له خوا تصويب شو او د بشري حفونو په ټولو تړونونو کې يو له هغو تړونونو نه دى چې گڼو هېوادونو لاسليک کړى دى افغانستان بيا په ١٩٩٤ کال کې د دغه تړون سره يو ځاى شوي دى .

ملگري ملتونه وايي له هغه مهاله چې افغانستان د ماشومانو د دغه تړون سره يو ځاى شو نو تر يوه بريده يې د ماشومانو د حقونو د خونديتوب لپاره څه نا څه گامونه يورته کړي دي، خو وايي چې په دغه هيواد کې روانو جگړو او پړځي برخې ته د دولتي چارواکو ډير پام د ماشومانو د حقونو په خونديتوب سيورى غوړولى دى .

دغه سازمان پر افغان حکومت غږ کوي چې په دغه هيواد کې دې د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته ډېر پام واړوي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت