BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:10 گرينويچ 2009 ,17 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوومه سټوډيو : ومان نيازى مو ميلمه دى
 
ومان نيازى
انځورگر ، شاعر ، کيسه ليکوال او ژورناليست ومان نيازى مو ميلمه دى
اوومې ستوډيو ته دا اوونۍ ، شاعر ، انځورگر ، لنډه کيسه ليکوال او ژورناليست رابلل شوى دى . ومان نيازى يادوو .

څلور لسيزې وړاندې د غزني د شېلگر په ولسوالۍ کې زيږيدلى ومان نيازى د دوو شعري ټولگو ويناوال دى .

گڼې لنډې کيسې يې کښلي او خورا ډير انځورونه يې انځور کړي دي .

د ومان شعر نوى دى ، لنډه کيسه يې تر ډيره د هغه کلي تصوير راکوي چې ډير نه دى کښل شوى او په انځورگرۍ کې يې شاعرانه فکر وينو .

د جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې وړاندې کيدونکې اوومه ستوديو ښاغلى اومان نيازى درسره مخامخوي چې پوښتنې ترې وکړئ .

که د دوى پر هنر او کار پوښتنه لرئ سر له اوسه يې په برېښناليک يا ايميل کې هم راليږلى شئ .

يا د خپرونې د خپريدا پر وخت په دې شميره زنگ ووهئ :
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ .

د برېښناليک پته ده: pashto@bbc.co.uk

د SMS يا تيلي فوني ليکلي پيغام له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شئ .

د SMS شمېره ده: 00447786208888

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې ورځ د ماښام اووه نيمې بجې

د ومان نيازي چاپ شوي اثار

دا څراغ درسره واخله ، د شعرونو ټولگه
ما مې سترگې ماتې کړې ، دا هم د شعرونو ټولگه
متلونه ، په سلگونو متلونه يې راټول کړي دي

v د ومان نيازي د شعر بېلگې

باران
اوس دې وجود پېغله شو
څانگې را ژوندۍ شوې
اوس باران ته مه گرځه

شنه حافظه
....
دا ونې مه كاږئ
د هغو سيوري ته
زموږ د كلي ناروغان
دداكټرانوانتظار كوي

د ومان نيازي له انځورونو څخه

دهغو سيوري ته
سپي له ګرمۍ پټيـږي
په دغو ونو كې
مرغۍ اكوڼو ته
د الوت چل ښيي
سوالګر غرمې اړوي
ماشومان هلته (كوله شتره )* كوي
څوك به تسپې اړوي
كوچى ما ما ګورئ ! پوڅه شړومبې خرڅوي
دا ونې مه كاږئ
پاچا په خپل لاس ايښي
د هغه اروا پرې خپه كيـږي اخر
دا يې د لاس نخښې دي
دا ونې مه كاږئ
د هغو په ډډ كې پريږدئ
ها ماشومان چې په ټولګيو كې تختې نه لري
مشق وليكي
ښايسته ډير خطونه
په نستعليق ا و په شكست وليكي
دا ونې مه كاږئ
د محكمې په وړاندې
د كلات خان د سماوار په خاطر
داخلك نه وينئ
ورځه كه دوئ تږي شي
تنده به چيرته وړي
تاسي په ونو كې
ځالې مرغۍ نه وينئ
د دوئ هګۍ ورستيږي
د ومان نيازي له انځورونو څخه

د دې مرغيو ازار ولي اخلئ
دا ونې مه كاږئ
سلام اكا دلې زما په يادو
لا هم رباب غږاوه
دلته زموږ خاطرې
له دغو څانګو سره ژوند كوي
په دغو ونو پورې
دمينانو حافظې غوټه دي
ارې تيشې مو يوسئ
دا ونې مه كاږئ
د ښـار په شنه حافظه ورحميږئ

كوله شتره : د ماشومانو لوبه ده *

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
استاد شاه ولى استاد شاه ولى
او اوومه سټوډيو
 
 
منگل اوومه سټوډيو:
سندرغاړى منگل مو اوومې سټوډيو ته رابللى
 
 
نجيب حق پرست اوومه سټوډيو:
سندرغاړى نجيب حق پرست
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت