BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:50 گرينويچ 2009 ,23 دسمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
بغلان کې د مشرانو جرګې غړی وژل شوی
 
د مشرانو جرګې نښان
پېښه د بغلان په جرکسکن سيمه کې شوې ده .
د افغانستان په بغلان ولايت کې د مشرانو جرګې يو سناتور په ډزو وژل شوی .

په ډزو کې د نوموړي چلوونکی هم وژل شوی او يو بل تن ټپي دی .

د کورنيو چارو وزارت وايي شيرين اغا چې په ملي شورا کې د بغلان ولايت استازی و، تېره نيمه شپه د يوه کمين په ترڅ کې ووژل شو .

د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوی تېره شپه دوی هغو څلورو وسله والو طالبانو ته کمين نيولی و، چې تېره ورځ له پوليسو سره په نښته کې ټپيان شوي ول .

خبرپاڼه زياتوي ټپي طالبانو غوښتل چې له دې لارې له بغلانه ووځي .

د خبرپاڼې په وينا، د شپې ناوخته کروزين ډوله ګاډی له دې لاره تېرېده، چې د پوليسو له امر سره يې سرغړونه وکړه او له دواړو لورو ډزې پيل شوې .

پېښه د بغلان پلخمري ښار په جرکسکن سيمه کې شوې ده .

د بغلان امنيه قومندانۍ ويلي له نښتې وروسته په ډاګه شوه، چې په ډزو کې په مشرانو جرګه کې د بغلان سناتور شيرين اغا له خپل چلوونکي سره وژل شوي او يو ساتونکی يې ټپي دی .

د کورنيو چارو وزارت وايي د پېښې په اړه يې د وزارت لخوا يوجګپوړی څېړنيز پلاوی سيمې ته استولی دی .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت