BBCPashto.com

14:06 گرينويچ 2009 ,01 دسمبر

ډاکټراشرف غني د نړۍ د مهمو مفکرينو وياړ وگاټۀ

د بهرنۍ تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو کانديد او د دغه هيواد د کابينې پخوانى غړى ډاکټر اشرف غني احمدزى، په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ .

د مجلې په فهرست کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما، د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلنټن او د برما د مشهورې سياستوالې آنګ سن سوچي نومونه هم شامل دي .

ډاکټر اشرف غني احمدزى يوازينى افغان دى، چې په ياد شوي لست کې شامل شوى دى .

ډاکټر اشرف غني بي بي سي ته خپل احساس په دې ټکو څرگند کړ:

(( زما احساس دا دى چې هر افغان ځوان ته احساس پيدا کيږي چې يو هلک چې د افغانستان په کلي کې له کوچيانو سره لوى شوى ، مکتب او ټولې لومړنۍ زدکړې يې په افغاسنتان کې کړي ، ټول عشق او علاقه يې له افغانستان سره ده ، کولى شي چې په دنيا باندې تاثير واچوي .))

ښاغلي احمدزي دا برى د ځان نه بلکې د افغانستان د ځوانانو او د افغانستان د مفکرينو گټل وبلل او دليل يې دا و چې دوى د هغوى فکري محصول ځان بولي .

ډاکټر اشرف غني هيله وښوده چې دغه ډول برياليتوبونه به په نړۍ کې د افغانستان مثبت نوم پياوړى کړي .