BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:05 گرينويچ 2010 ,13 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
روسيه په هند کې 16 اتومي بټۍ جوړوي
 
پوتين
روسيه هند ته شاوخوا 70 په سلو کې پوځي وسايل برابروي، او اوس مجبوره د هغو ننګونو مخه ونيسي، چې د هند دفاعي بازار ته ننوځي .
د 'روسيې اتوم' په نوم روسی دولتي شرکت وايي دغه هېواد په هند کې 16 اټومي بټۍ جوړوي . دغه خبر هند ته د روسيې د لومړي وزير ولاديمير پوتين د سفر په ترڅ کې اعلان شو .

دا خبر هند ته د روسيې د لومړي وزير ولاديمير پوتين د سفر په ترڅ کې اعلان شو .

هند ته د روسيې د لومړي وزير ولاديمير پوتين تر يوه ورځني سفر وروسته دواړو هېوادونو د خپلو نژدې اړيکو پر ټينګولو ټينګار وکړ چې مخينه د ساړه جنګ دورې ته رسېږي .

دواړه خواوې د سيمه ييزو مسلو، د بېلګې په توګه د نړيوال ځواک په توګه د چين رابرسېره کېدو او د افغانستان د حالاتو په تړاو يو شان تګلارې لري .

روسيه هند ته شاوخوا 70 په سلو کې پوځي وسايل برابروي، او اوس مجبوره د هغو ننګونو مخه ونيسي، چې د هند دفاعي بازار ته ننوځي .

داسې اټکل کېږي چې ددغه بازار ارزښت 100 ميليارده ډالرو ته رسېږي .

هند په دې وروستيو کې له امريکا او اسراييلو سره د يو لړ سترو معاملو پر سر لاسليکونه کړي دي، خو تمه کېږي چې ښاغلی پوتين به له هند سره ګټورې معاملې وکړې، چې له مخې به يې روسيه هند ته جنګي الوتکې ورکړي .

ويل کېږي چې دواړه خواوې به يوه بله مهمه معامله هم ترسره کړي چې له ډېرې مودې يې تمه کېده، او هغه دا چې هند به له روسيې څخه د الوتکو وړونکې يوه بېړۍ وپېري .

دغه راز دواړه خواوې هيله لري چې د انرژۍ په برخه کې خپله همکاري سره زياته کړي .

روسيه چې دا مهال په هند کې د څلورو اتومي بټيو په جوړولو بوخته ده تمه لري چې په دې برخه کې به لا زيات تړونونه ترلاسه کړي .

او هند هم په خپل وار ددې مينه وال دی چې د خپلو اټومي بټيو لپاره له مسکو څخه د يورانيمو واردول زيات کړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت