BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:19 گرينويچ 2010 ,16 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
غالب: د نشه يي توکو قاچاق کې چارواکي لاس لري
 

 
 
حبيب الله غالب
د عدليې وزير د نشه يي توکيو ضد مبارزې د پڅېدو يو لامل په اړوندو قوانينو کې شته ستونزې يادوي . نوموړي وايي هڅه کوي چې په دې تړاو د افغانستان په جزايي قوانينو کې اړين اصلاحات راولي .
د افغانستان د عدليې وزير حبيب الله غالب بي بي سي ته د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې وويل چې حکومت په ځينو سيمو کې د کوکنارو د کر مخه نه نيسي او دا د دې لپاره چې امنيت گډ وډ نه شي .

ښاغلي غالب د نشه يي توکيو ضد مبارزه کې د افغان حکومت او نړيوالو هڅې هم بې پايلو وبللې .

د افغانستان د عدليې وزير چا ځانگړې ډلې يا کس ته گوته ونه نيوله خو څرگنده يي کړه چې د نښو نښانو له مخه لوړپوړي دولتي چارواکي د نشيي توکيو په کر او قاچاق کې ښکېل دي .

د ښاغلي غالب د وينا له مخه بهرنيان هم د نشيي توکيو د قاچاق گه چاره کې ښکېل دي :

((په فساد کې طبعآ همدا کسان د مراقبت او وظيفې له لحاظه ښکېل دي، د دوی لاسونه له دې ځايه تر امريکا او اروپا پورې خلاص دي، او د نشه يي توکو قاچاق کوي، ايا په دوی کې بهرنيان نه شته؟!))

 هغه کسان چې نفوذ يې زيات دی، حکومت که په هغوی خبر هم وي، اړ دی چې دوی ته څه ونه وايي، ځکه کېدای شي چې دوی د نا امني لامل شي، دا هم يو سبب دی چې حکومت له دوی سره غاړه يوسي.
 
حبيب الله غالب

يو مهال د افغانستان د کورنيو چارو يوه پخواني وزير علي احمد جلالي هم دا خبره کړې وه خو نه ده څرگنده چې نوموړي د کوم لامل له کبله ددغه راز چارواکو نومونه رسنيو ته په ډاگه نه کړل .

خو څو کاله وروسته د عدليې ويز حبيب الله غالب وايي حکومت ته به ځينې دغه راز کسان معلوم وي خو دې لپاره لاس نه ور اچوي چې هسې نه امنيتي حالات ور سره گډوډ شي :

((هغه کسان چې نفوذ يې زيات دی، حکومت که په هغوی خبر هم وي، اړ دی چې دوی ته څه ونه وايي، ځکه کېدای شي چې دوی د نا امني لامل شي، دا هم يو سبب دی چې حکومت له دوی سره غاړه يوسي .))

د عدليې وزير د نشه يي توکيو ضد مبارزې د پڅېدو يو لامل په اړوندو قوانينو کې شته ستونزې يادوي . نوموړي وايي هڅه کوي چې په دې تړاو د افغانستان په جزايي قوانينو کې اړين اصلاحات راولي .

په دې وروستيو د افغانستان نشيي توکيو ضد وزارت هم د نشيي توکيو د کاروباريانو د يوه داسې نوملړ خبره کوي چې د ځينو لوړ پوړو چارواکونو نومونه هم په کې راځي،خو ددغه نوملړ جزيياتو رسنيو ته لاره نه ده پيدا کړې .

کوکنار
افغانستان د نشه يي توکو يو له سترو توليدوونکو هېوادونو دی .

په دې وروستيو کې د امريکې متحدو ايالتونو هم د نشيي توکيو د مخنيوي په موخه يوه تگلاره وړاندې کړې ده چې افغان حکومت يې هرکلى کړى دى .

دغه تگلاره د کروندگرو په لاس نيوي او د قاچاق کوونکو شبکو پر ويجاړتيا ډېر ټينگار کوي .

افغانستان د نړۍ په سلو کې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي چې د هلمند ولايت د کوکنارو ونډه په کې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره ده .

د ملگرو ملتونو چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ٢٠٠٨ ميلادي کال په پرتله په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې د کوکنارو د کر د کچې گراف مخ ښکته راغلى دى .

ددغو چارواکو په وينا په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په دغه هېواد کې اته زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي وو چې په ٢٠٠٩ کال کې دا کچه ٧ زرو ټنو ته راښکته شوه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت