پاکستاني طالبانو دوه سویسي وګړي خوشي کړل

پاکستاني چارواکي وايي هغه سويسۍ جوړه چې اته مياشتې وړاندې د پاکستاني طالبانو له لوري يرغمل شوې وه اوس خوشې شوې ده.

دوی په تېر جولای کې هغه مهال وسله والو وتښتول چې د پاکستان په سویل لویديځ ايالت بلوچستان کې يې سفر کاوه.

پوځ وايي دوی د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې یوې پوځي چوڼۍ ته څېرمه پرېښودل شوي دي.

ناتایید شوي راپورنه وايي میړه او ښځه د یرغمل کوونکو له منګولو تښتېدلي، خو دا لا روښانه نه ده چې دغه کسان د پیسو په مقابل کې خوشي شوي او که د کومې بلې معاملې له مخې.