"د اوربند په اړه ځواب نهيلی کوونکی وو"

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي کوفي عنان امنیت شورا ته وویل چې په سوريه کې د یوه اوربند د رامنځته کولو لپاره د هغه هلو ځلو ته ځواب، نهیلی کوونکی وو.

ښاغلي عنان چې وار له مخه یې له ولسمشر اسد سره دوه ځله خبرې کړې دي او د تاوتریخوالي د ختمیدو وړاندیزونه یې ورته کړي وویل، د خپل ماموریت د ستونزمنتیا په اړه هیڅ ناسم پوهاوی نه لري.

په داسي حال کې چې د سوریې پر وړاندي د ګام د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا غړي سره ویشلي دي، ښاغلي عنان خبرداری ورکړی هر ډول ناسم اټکل چې د کړکیچ ډیرېدو ته لار پرانیزي، پر سیمې به سخت اغیز وکړي.