زلزلې د مکسیکو سوېل لوېديځ لړزولی دی

يوې زورورې زلزلې د مکسيکو جنوب لويديځي برخې ځپلي دي.

د امريکا د جيولوژۍ ادارې ويلي دي چې زلزله د ريکترپه کچه اوه اعشاريه څلور درجې وه چې مرکز يې د آرام سمندرپه څنډوکې وو .

د مکسيکو ولسمشر په ټويټر کې ليکلي چې تر اوسه په زلزلې کې د جدي زيانونو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

خو هغه خبردارى ورکړى لا هم د زلزلې مرکز ته د نژدې سیمو ارزونه کوي