لیبیا وايي موریتانیا به عبدالله السنوسي ورستنوي

د لیبيا حکومت یوه وزير ويلي دي ، چې موريتانيا لیبيا ته ددغه هيواد د استخباراتو د پخواني مشر عبدالله السنوسي پر ستنولو موافقه کړې ده .

د لیبيا د لومړي وزير مرستيال مصطفى ابو شغور د موريتانيا له ولسمشر سره تر کتنې وروسته د ټويټر په ټولنيزې شبکې کې دې اړه ليکلي دي .

خو په همدې حال کې د موریتانیا چارواکو ویلي دي چې ښاغلي السنوسي دستنولو په اړه کومه پريکړه نه ده شوې .

ښاغلى السنوسي چې د ډگروال قدافي ښى لاس بلل کيده ، په تېره اوونۍ ونيول شو. پر هغه د لیبيا کې د تيرکال د پاڅون په بشري جنايتونو تورونه لګول شوي ديږ