اوباما د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ پولې ګوري

په پام کې ده چې ولسمشر اوباما په لومړي ځل ، د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ ناپوځي شوې سيمې ته سفروکړي .

د سپینې ماڼې چارواکي وايي مخکې له دې چې ښاغلی اوباما د يکشنبې په ورځ د جنوبي کوريا په پلازمينه سيول کې د اټومي امنيت د غونډې مشري وکړي ، دغې سرحدي سيمې ته به ولاړ شي .

دغه کتنه داسې مهال راځي چې له شمالي کوريا سره وروسته له هغې ترينگلتيا ډيره شوه چې وي ويل فضا ته ديوې سپوږمکۍ د استولو پلان لري.