مصر د يوۀ عيسوي مشر پر مړينه ويرجن دى

لس ګونه زره کسانو د مصر د پلازمینې قاهرې په یوه لویه کلیسا کې د قبطيانو د مذهبي مشر پاپ شینودا د جنازې په مراسمو کې برخه واخيسته.

پاپ شینودا د شبنې په ورځ د ۸۸ کلو په عمر مړ شوی دی. د جنازې په مراسمو کې له ګڼ شمیر هیوادونو مذهبي مشرانو، د مصر وزیرانو او بهرنیو دیپلوماتانو هم برخه اخیستې ده .

د مصر پوځي واکمنې شورا د هغه د ویر لپاره یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی او په ټول هیواد کې به یې بیرغ نیمه ځوړند وي.

په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونه د امنیت د ټنیګښت لپاره ځای پر ځای شوي دي.

پاپ شینودا نژدې څلور لسیزې په مصر کې تر یو میلیون د ډیرو قبطي مسیحانو رهبر و.

د جنازې له مراسمو وروسته به د هغه جسد نیل ته د ليږدول کيږي چې خاورو ته وسپارل شي.