د پنجوایی برید ګر په رسمي توګه تورن شوی دی.

هغه امریکایی سرتیری چې په کندهار کې د ولسي وګړو د وژنې شک پرې دی په متحدو ایالتونو کې په رسمي توګه تورن شوی دی.

نوموړی د ۱۷ تنو په قصدي وژنه تورن شوی دی.

په بریدمل روبېرت بېلز همداشان رسمي تور لګیدلی چې د شپږو تنو د وژنې او د شپږو تنو د فزیکي ځورونې هڅه یې کړې وه.

۲۸ کلن بېلز چې د دوو ماشومانو پلار دی د امریکا په یوه پوځي زندان کې ساتل کیږي.

افغان سیاسي مشرانو په افغانستان کې د ننه د هغه محاکمه غوښتې وه. که بریدمل بېلز ګرم وخیژي د مرګ په سزا محکومېدلی شي.