هند کې د خنځير والگي ١٢ که مړۀ کړل

د هند د روغتیا وزارت وایې د روانې میاشتې په ترڅ کې په دغه هیواد کې د خنځیر د والګي له کبله ١٢ کسه مړه شوي دي.

د مړو د شمیر نیمایي یې د لویدیځ ایالت ماهاراشترا څخه ول.

دا مهال څه باندي ١٠٠ نور کسان په دې ویروسو اخته دي.

د ناروغۍ د خپریدو لامل څرګند نه دی.

د روغتیا چارواکي وایې هغو سیمو ته چې د دې ډول ناروغۍ نوي نښې په کې لیدل کیږي ، د جدي څارنې سپارښتنه شوې ده.

درې کاله وړاندې چې دغه ناروغي لومړی ځل په هند کې خپره شوه ، څه باندې ۴۵۰ تنه په کې مړه شول.