فلسطينیانو ته امریکايي مرستې پیل شوې

د امریکا کانګرس له کابو شپږ میاشتني ځنډ وروسته، فلسطيني چاراوکو ته شاوخوا ۸۸ اعشاریه شپږ میلیون ډالري مرستې بیا پرانیستې دي.

دا مرستې د نړیوال اقتصادي بحران په لړ کې پر فلسطينیانو درول شوې وې.

جمهوریت غوښتونکو د فلسطين غزې تراډې ته له دې کبله ددغو مرستو د ورتګ مخالفت کاوه، چې ګني هلته د حماس ډله واکمنه ده.

تېره اوونۍ نړیوال وجهي صندوق نړیوال مرستندویان وهڅول، چې له فلسطين سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

دغه صندوق خبرداری ورکړی و، که چېرې دغه مرستې ژر فلسطين ته خلاصې نه شي، ښايي فلسطيني اداره د خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه راکم کړي.