پاپ وايي مارکسيزم له کاره لوېدلی

پاپ بینیدیکت لاتینې امریکا ته د خپل سفر پرمهال د نړۍ دویم ستر کاتولیک هېواد مکسیکو او لومړي تمځي ته رسېدلی دی.

نوموړي په کیوبا کې واکمن کمونیستي نظام له کاره لوېدلې بللی دی.

نوموړي مکسیکو ته تر رسېدا مخکې، په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، اوس د مارکسي نظام د پلی کولو وخت نه دی.

نوموړي دا هم ویلي چې اوس باید نوې بېلګې ولټول شي.

هغه وايي چې کلیسا تل د فکر او عقیدې د ازادۍ پلوي ده.

ولسمشر فیلیپې کالدېرون وویل د پاپ سفر د مکسیکو لپاره خورا ارزښت لري ځکه چې مکسیکو له نشه یی توکو سره له تړلي تاو تریخوالي ځوریږي.