زرګونه افغانان او پاکستانیان له اروپا پنا غواړي

د اروپايي اتحادیې چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰۰۰ افغانانو او ۱۵۰۰۰ پاکستانیانو له اروپايي اتحادیې په اروپايي هېوادونو کې د پنا غوښتلو وړاندیز کړی دی.

د اروپايي اتحادیې چارواکو ویلي، چې له دې اتحادیې ټول ټال ۳۰۱۰۰۰ خلکو د پنا غوښتلو وړاندیز کړی، چې ۹۰ سلنه یې نوي کسان دي.

سرچینې دا هم ویلي چې لس په سلو کې کسانو بیا د پنا غوښتلو وړاندیز کړی دی.

راپور وايي، چې د پنا غوښتونکو له ډلې ۲۸۰۰۰ افغانان، ۱۸۲۰۰ روسان، ۱۵۷۰۰ پاکستانیان، ۱۵۲۰۰ عراقیان او ۱۳۹۰۰ یې صربان دي.

له افغانستان او پاکستانه زرګونه کسان د ناامنیو له کبله اروپا ته مخه کوي، چې څو – څو ځلې ګڼ کسان په لویو سمندرونو کې ډوب او یا هم په استرالیا او مالیزیا کې نیول شوي دي.