په مالي کې افريقايي وزيران اېسار پاتې دي

په مالي کې د تېرې پنجشنبې راهيسې د دريو افريقايي هېوادونو وزيران او نور کارکوونکي اېسار پاتې دي.

د کېنيا، تونس او زمبابوې د بهرنيو چارو وزيران هغه مهال په پلازمېنه بماکو کې وو چې ياغي سرتېرو د هوايي ډګرونو او پولو د تړلو اعلان وکړ.

راپورونه وايي چې دوی خوندي دي او په يوه هوټل کې استوګن دي، خو د کېنيا د بهرنيو چارو وزير ويلې دي چې حالات مخ په خرابېدو دي.