ترکي ځواکونو ۱۵ کردۍ ميرمنې وژلي

د ترکيې حکومت وايي پنځلس کردي ياغيان چې ټولې يې ښځې دي له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوې دي.

نښتې په سويل ختيځ ولايت بېتلېس کې شوي. دغه سيمه د کردستان د کارګرو د منع شوي ګوند مرکز ده.

دغلته کشمکش له هغه وروسته زيات شو چې زرګونه کردان لارو کوڅو ته د نوي کال د لمانځلو لپاره راووتل.