پر المصري فوټبال لوبډلې دوه کلن بنديز ولګېده

د مصر په پورت سعيد ښار کې له هغه وروسته چې د المصري په فوټبال لوبډله د لوبو دوه کلن بنديز ولګېده دغلته بيا تاوتريخوالی شوی دی.

د المصري لوبډلې د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې يوه زلمکی وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان دي.

په دغه لوبډله له دې امله بندېز ولګېد چې څو مياشتې وړاندې يې له سيالې الاحلي لوبډلې سره په يوه سيالۍ کې شخړه رامنځته شوه چې له ۷۰ زيات کسان په کې ووژل شول.