د سوریې تازه تاوتریخوالو ۵۴ کسان وژلي

په سوریه کې ډیموکراسۍ پلوي فعالان وايي، د لاریونیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په پرونیو تازه نښتو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې ډیموکراسۍ پلوي فعالان وايي، د لاریونیانو او امینتي ځواکونو ترمنځ په پرونیو تازه نښتو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، یواځې ۲۵ کسان د سوریې په دریم ستر ښار حمص کې وژل شوي دي. ویل کیږي، نولس تنه په شمال لودیځ ښار عدلیب او لس تنه نور بیا سراقیب ښارګوټي هغه وخت ووژل شول، چې کله امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو او عربې ټولنې ځانګړی استازی کوفی عنان مسکو ته تللی، چې د سولې دخپل پلان ملاتړ پيداکړي.

په دغه پلان کې غوښتنه شوې، چې سم لاسي دې د سوریې پوځي ځواکونه له هغو ځاینو ووځي، چې خلک پکې میشت دي. خو سوریایې چارواکي بیا وايي، لومړۍ دې یاغیان خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.