مصري لیبرال ګوندونه د اساسي قانون له پروسې ووتل

په مصر کې یو شمیر لیبرال او سیکولر یا په مذهب نه ولاړ ګوندونه له هغې پروسې وتلي، چې غواړي د نوي اساسي قانون د مسودې د جوړولو په موخه یو هیات وټاکي.

لیبرال ولسي استازي پر داسې مهال له دغې پروسي وځي، چې د اسلامپالو تر واک لاندې پارلمان د یوه سل کسیز هیات د جوړېدو لپاره رایه ورکړې ده.

دوی وايي، اسلامپالي هڅه کوي د دې پروسې په مرسته داسې نوی اساسي قانون جوړ کړي، چې د حسن مبارک دورې ته ورته والی ولري.

دا لامالومه نه ده، چې نوی اساسي قانون به تر کومې کچې د اسلامي شریعت له خوا رهبري کیږي.