جنوبي اوسیتیا د ولسمشرۍ ټاکنې کوي

د جنوبي اوسیتیا د ولسمشرۍ لپاره رای اچونې پیل شوې دي.

د ګرجستان اعلان کړی، چې جنوبي اوسیتیا ددوی د خاورې یوه برخه ده.

دوی دا هم ویلي چې هلته ټاکنې یو ناقانونه کار دی.

روسیې د جنوبي اوسیتیا د ازادۍ اخیستو ملاتړې ده.

پر همدې مهال، ولسمشرۍ ته هغه کاندید، چې ویل کېږي روسي ملاتړ ورسره دی، د نومبر په ټاکنو کې ونه توانېد چې د بریالیتوب رایې وګټي.

د ټاکنو له ځینو پایلو اعلانېدو وروسته، د جنوبي اوسیتیا چارواکو ټاکنې ناقانونه وبللې او ددویم ځل ټاکنو غوښتنه یې وکړه.