فرا کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د ملي اردو شپږ سرتیري یې په لویدیځ و لایت فراه کې د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

دغه پيښه په بالابلوک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې کله د ملي اردو سرتیري په ګزمه بوخت وو.

په پيښه کې د ملي پوځ درې نور سرتیري ټپيان شوي هم دي.

د فراه په ګاونډ د نیمروز په دلاارم ولسوالۍ کې بیا په یوه ټرافیکي پيښه کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي.

بلخوا د افغانستان په شمالي ختیځ ولایت تخار کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې د دویمې حوزې مشر او د ملي امنیت یو کارکونکی وژل شوی دی. چارواکي وايي، په شخړه کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.