اوباما شمالي کوریا ته د نورو بندیزونو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ، که راتلونکې میاشت توغندی و ازمویې، له نورو بندیزونو سره به مخامخ شي.

بارک اوباما د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې له خپل کوریایې سیال لي میونګ باک سره په خبرو کې وویل، که پينګ یانګ دغه توغندی و ازمویې نو له دغه هیواد سره به د خوړو د مرستو په ټولګه کې ستونزې راپورته کړي.

په داسې حال کې ده چې ويل شوي شمالي کوریا د اوږد واټن یو توغندی د توغولو ځای ته لیږدولی دی، ولسمشر اوباما وویل، دغه هیواد به د ګواښونو او پارونکو کړنو په کولو سره هیڅ ترلاسه نه کړي.

ولسمشر اوباما او ما هوکړه کړې، چې د شمالي کوریا د هرډول ګواښ او پارونکي عمل پر وړاندې به موږ خپله دفاعي پيا وړتیا همداسې روانه ساتو.

که چیرې شمالي کوریا د سولې او همکارۍ پرځای د اتومي پرواګرامونو او توغندیو پياوړتیا ته دوام ورکړي، نو موږ دواړه هیوادونه به له نړیوالې ټولنې سره یوځای کار پیل کړو او په شمالي کوریا کې به خلکو سره مرسته وکړو، چې نوی پړوا پرانیزي.