سوري مخالفان د اسد په پرځولو غږېږي

د سوريې مخالفې ډلې له واکه د ولسمشر اسد د ښکته کېدو په موخه په استانبول کې سره را غونډې شوې دي.

د حکومت لويه مخالفه ډله، د سوريې ملي شورا وايي دوی غواړي چې خپل اهداف له نورو حکومت مخالفو سره هم شريک کړي.

راتلونکې اوونۍ لويديځ او عربي مشران په سوريه کې د تاوتريخوالي د ختمېدو پر لارو چارو بحث کوي.

د سوريې ملي شورا په نړيواله کچه يو څه پېژندګلوي لري.