میدویدف: سوریې ته د عنان هڅې شاید وروستی فرصت وي

د روسیې ولسمشر ډیمیتري میدویدف خبرداری ورکړی چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له خوا د ټاکل شوي استازي کوفي عنان موریت ښايي وروستي چانس وي چې په سوریه کې د کورنیو جګړو مخه پرې ونیول شي.

دیمیتري میدویدف دغه خبره په مسکو کې له ښاغلي عنان سره په خبرو کې وکړه.

کوفي عنان له روسیې نه چې د سوریې مهمه متحده ده غواړي چې د ولسمشر بشارالاسد پرضد سخت دریځ غوره کړي.

ښاغلي عنان د روسیې له خوا دده د ماموریت د ملاتړ کولو هرکلی وکړ او دا یې د سوریې لپاره یو فرصت وباله چې تاوتریخوالی ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي عنان یوځل بیا له سوریې وغوښتل چې سختو ځپل شویو سیمو ته بشري مرستې ورپرېږدي.