د نشه يي توکو افغان قاچاق وړونکی په ۲۰ کاله بند محکوم شو

په افغانستان کې د نشه يي توکو یو مهم قاچاق کوونکی په شلو کالو بند محکوم شو.

چارواکي د دغه کس محاکمه کول د نشه يي توکو پرضد په مبارزه کې یوه لویه لاسته راوړنه بولي او وايي چې په وروستیو دریو میاشتو کې یې د نشه يي توکو یو شمېر نور قاچاق کوونکي هم نیولي دي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د وزارت مرستیال باز محمد احمدي بي بي سي ته وویل محکوم شوی کس د لسو مهمو قاچاق کوونکو له ډلې دی.