فرانسې عبدالقادر مراح هم په ترهګرۍ تورن کړ

فرانسوي څارنوالانو د محمد مراح پر ورور د وژنو او ترهګرې لومړني تورونه لګولي دي.

څارنوالان وايي داسې نښې نښانې شته چې عبدالقادر مراح له خپل ورور محمد مراح سره چې په وروستیو اوونیو کې یې په دریو بېلابېلو بریدونو کې د دریو یهودي ماشومانو په ګډون ۷ کسان ووژل مرسته کړې ده.

عبدالقادر له خپل ورور سره د مرستې تور رد کړی خو ویلي دي چې په خپل ورور ویاړي.

پولیسو محمد مراح د پنجشنبې په ورځ له ۳۰ ساعته جګړې وروسته وواژه.