اوباما شمالي کوریا ته د نورو بندیزونو ګواښ وکړ

ولسمشر اوباما او د څه باندې پنځوسو نورو هیوادونو مشران به د سویلي کوریا په پلازمینې سویل کې د اتومي امنیت په اړه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ددې دوه ورځنې سرمشریزې هدف په نړۍ کې د توغندیو د وسایلو په لا ډیر خوندي کولو د اتومي ترهګرې خطر کمول په ګوته شوی.

د شمالي کوریا اتومي پروګرام د غونډې په اجنډا کې نه دی شامل خو تمه کیږي چې د غونډې په څنډو کې به پرې بحثونه وشي.

تر وړاندې ولسمشر بارک اوباما شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې که راتلونکی میاشت خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي نو ښايي له نورو بندیزنو سره هم مخامخ شي.

د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کې له خپل کوریايي سیال لي موینګ بک سره د خبرو پرمهال ولسمشر اوباما وویل که شمالي کوریا خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي ستونزمنه وي چې د خوړو په برخه کې مرسته ورسره وشي.

دا په داسي حال کې ده چې خبرونه وايي توغندی د توغولو ځای ته وړل شوی دی. ولسمشر اوباما وویل شمالي کوریا به له ګواښونو او تحریکولو هیڅ ترلاسه نه کړي.