فرانسه وايي د محمد مراح پلار دې له شرمه څه نه وايي

فرانسوي چارواکو د فرانسوي قاتل محمد مراح پلار د خپل زوی د وژنې په تور په رسمې محاکمې غوښتلو تورن کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوبېه وویل، هغه باید خپله خوله له شرمه پټه وساتي.

محمد مراح چې په دوو بریدونو کې یې اووه کسان ووژل، تېره اوونۍ له دوه ورځني کلابند وروسته پولیسو وواژه.